د لاسرسي ځای

تازه خبر

"طالبان مو شړلي اختر به مو خوشاله تېر شي"




د غزني ولايت د اندړو اوسېدونکي وايي چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله د اختر راتلو ته خوشحاله دي. دوی وايي په تېرو کلونو کې يې کلي له طالبانو ډک وو نه به يې مېلې کولای شوای او نه به يي له نورو افغانانو سره په يوه ورځ اختر کولای شوای. دوی وايي سږ کال يې هرڅه په خپله خوښه دي.

دوی وايي دا څو کاله کېږي چې په اخترونو کې يې ميلې نه دي کړې خو سږ کال چې يې د کليو واک د ولسي پاڅون له جنګياليو سره دي اخترونه به په کلتوري مېلو تېروي.

د دغې ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي وايي په تېرو کلونو کې چې په کليو کې به يې واک له طالبانو سره وو نو روژه او اختر به يې په هغه ورځ نه وو چې افغان حکومت به يې اعلان کړی وو خو سږ کال به په دې پسې سر نه ګرځوي چې پاکستان مياشت لېدلې ده که نه.

د دوی په خبره طالبانو به نه پرېښودل چې روژه يا اختر له افغانستان سره وکړي.

د اندړو ولسوالۍ د پايندي د کلي يو تن اوسېدونکي احمد الله وايي په تېرو کلونو کې به وسله والو نه دوی ښار ته د اختر د لمانځه د ادا کولو له پاره پرېښودل او نه به يې ځوانان ډول وهلو او هګيو جنګولو ته اېله کول.

د ده په خبره سږ کال به په ميلو سم زړونه يخ کړي.

(( که به ښار ته لاړو هم په لاره به يې نيولو ، وهلو او بې عزته کولو به يې خو سږ کال د خدای په فضل سره دا هرڅه ورک شوي دي. بس په کلي کې به ناست وو هيچري به نه شوای تللای. په کليو کې به هم د طالبانو له ډاره نه چا ډول وهلای شوای نه به يې کومه مېله کولای شوای خو سږ کال که خدای کول امن او امان دی))

د دغې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي محمد شريف وايي چې په تېرو کلونو کې به ښار ته تللې لارې د اختر په ورځو کې تړلې وي او څو ځله يې ماشومانو په زړو جامو کې اخترونه تېر کړي دي.

دی وايي سږ کال چې خپل سر ته خوشي دي ټول خوشحاله دي.

(( انشاالله سږ کال اختر به ډېر په امن کې وي. اوس د سيمې ټول خلک د طالبانو له ظلمونو څخه خلاص شوي دي. مخکې به دلته له پاکستان راغليو طالبانو سخت ظلمونه کول. مونږ به د طالبانو له ډاره روژه هم له پاکستان سره نيولې وه او اختر به مو هم له پاکستان سره کاوو، د ټول مسلمانانو به اختر وو موږ به د پاکستان تر اعلانه پوري په تمه وو. بازار ته به د طالبانو له ډاره نه شوای تلای خو سږ چې مو پاڅون کړی نر او ښځې ټول اختر ته خوشحاله يو ))

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې څو مياشتې وړاندې د سيمې اوسېدونکيو د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون پيل کړ چې تر اوسه پورې يې د دغې ولسوالۍ ګڼ شمېر کلي له وسله والو پاک کړي او واک يې اوس له دوی سره دی.

XS
SM
MD
LG