د لاسرسي ځای

تازه خبر

ورځپاڼو ته کتنه


ډان ورځپاڼه خپله دې مقاله کې لیکي د خېبر ایجنسۍ په لنډي کوتل بازار کې د وسله والو طالبانو له وېرې د موبایل ټیلیفون دکاندارانو خپل کاروبار بند کړې ځکه چې په دغه مارکیټ کې د وسله والو لخوا په اردو ژبه لیکل شوې یو خط یا پمفلټ تقسیم کړې شوې، چې وايي د موبایل دکانداران فحاشي خوروي، خلکو ته په ټیلیفون کې سندرې، غېر اسلامي رنګ ټونونه او وېډیو ګانې اچوي. نو ځکه دوی دې یا دا کاروبار پریږدي او یا دې ځان نتایجو ته تیار کړي.

ورځپاڼه لیکي د تحریک طالبان پاکستان په لیټر هیډ پیډ باندې لیکل شوي دغه خط کې دکاندارانو ته دهمکي ورکړې شوې چې دموبایل کاروبار کؤنکي غېر اسلامي هلو ځلو کې بوخت دي او ځکه ددوي ګټه هم حرامه ده. دوی دې ددې کاروبار نه لاس واخلي او که څوک دا نه مني نو سختې سزا لپاره دې تیار اوسي.

دورځپاڼې دوېنا ترمخه د لنډي کوتل په بازار کې د موبایل ټیلیفون د شلو نه زیات دکانونه دي چې دا مهال بند کړې شوي او دکاندارنو یې د حکومت نه د حفاظت غوښتنه کړې. ددې نه څو میاشتې وړاندې هم وسله والو د لنډي کوتل بازار کې یو مارکیټ په نښه کړې وو چې پکې د لسو نه زیات د موبایل ټیلیفون دکانونه تباه کړې شوي وو.

بلخوا دي نیویارکر ورځپاڼه کې لیکوال ډیکسټر فِلکِنز لیکي په داسې حال کې چې دامریکا صدارتی انتخاباتو ته ددرې میاشتو نه لږ وخت پاتې دې، صدر اوبامه او دهغه مقابله کؤنکې صدارتي امیدوار میټ رومنې په کامیابۍ سره د افغانستان د جنګ په اړه د څه ویلو نه ډډه کوي. او په دې اړه ډېرې کمې خبرې کوي.

لیکوال وايي چې د افغانستان په اړه د دواړو صدارتي امیدوارانو د خاموشۍ په حقله هر څوک جدا جدا نظر لري. خوټول دا مني چې دواړو نظرونه په دې لړ کې یوشان ښکاري یعنې دوي د هېواد اقتصادي حالت ته ډېر اهمیت ورکوي. خو لیکوال زیاتوي چې د هغه په نظر دواړه صدارتي امیدواران د افغانستان په اړه کوم واضحه لایحه عمل نه لري. ځکه چې دغه هېواد نه د امریکايي ځواکونو د ویستلو نیټه ټاکل شوې خو ټولو ته مالومه ده چې افغانستان یو ناکامه ریاست دې.

دا چې د افغانستان مسله د امریکايي ولس لپاره څه اهمیت لري؟ لیکوال وايي امریکايي ولس دا فکر کوي چې ددوي ځواکونه دغه هېواد ته تللي، یولس کاله یې جنګ وکړو ، ډېره مالي او ځاني قرباني یې ورکړه او په نتیجه کې یې د لیکوال په وېنا دا مهال یو ناکامه افغان حکومت رامنځ ته شوې. نو دوي څه ګټه وکړه. ځکه دوي کتل غواړي چې راتلونکې امریکايي صدر به دافغانستان د شخړې سره څه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG