فرخنده وزیر :
ـــــــــــــــــــــــــــــ
ایسو سي ایټډ پریس لیکي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما د تیر خالي په ورځ یو قانون لاس لیک کړ، چې ترمخه به یي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې موجوده حقاني شبکه یوه بهرنۍ ترهګره اداره وګرځوي.
د دغه قانون تر مخه به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه ټولې قانوني خبرې برابروي، چې تر مخه یي دغه شبکه بهرنۍ ترهګره ډله وګرځول شي.
دغه قانون د امریکا د کانګریس د دواړه ایوانو لخوا د پاس کیدو وروسته ولسمشر اوباما لاس لیک کړ، چې پکې حقاني شبکه یوه ترهګره ډله ګرځول شوې، او د مشرانو خلاف یي د کاروایي لپاره هم ویل شوي دي.
اې پي لیکي، د دغې ډلې مشران چې په پاکستان کې ژوند کوي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو خلاف په بریدونو کې بوخت دي، چې پکې په ۲۰۰۸م کال کې په کابل کې د هند په سفارت حمله هم شامله ده، په دغه حمله کې اته پنځوس کسان وژل شوې وو.
ای پي لیکي تر اوسه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي. د امریکا د کانګریس یو غړی ماییک روجرز چې د کانګریس د استخباراتي کمیټۍ چیر مین هم دی، د وړاندې نه یي په ولسمشر اوباما دا زور راوړو ، چې زر تر زره دې دغه قانون لاس لیک کړي، ځکه چې اوس د کار وخت راغلی ، او دوی باید د امریکایي پوځیانو ژوند خوندي کړي.
ای پي لیکي، دې نه وړاندې د نیویارک یوې څیړنیزې ادارې سی ټي سي په خپل رپوټ کې ویلي وو، د پاکستان پوځ د حقاني شبکې ملاتړ کوي، او د دغه هیواد د استخباراتي ادارې آيي ایس آيي سره یی نږدې اړیکې دي. په دغه رپوټ کې دا هم راغلي چې د حقاني شبکې او د آيي ایس آيي ډیر زوړ تعلق دی، چې اوس پرې هر څوک خبر دي.
اې پي لیکي اسلام اباد په څو څو وارې د دې خبرو تردید کړی ، چې ګیني د دوی د حقاني شبکې سره تړاو دی ، او یا یي مرسته کوي.د سي ټي سي ادارې دغه رپوټ دا هم لیکي ، اسلام اباد د واشنګټن په هغه خبرو هم هیڅ عمل نه کوي چې پکې د دغه ډلې خلاف د عملیاتو لپاره وییل کیږي.