د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي:کابل کې دترهګرۍ لویه هڅه شنډه شوې



افغان چارواکي وايي بيګا يې د يو لوی ترهګريز بريد مخه نيولي او د يو پاکستاني په ګډون يې پنځه مشکوک ترهګري نيولي.

د افغانستان د استخباراتو د ادارې د يوې خبرپاڼې ترمخه دې کسانو غوښتل د افغانستان په مرستيال ولسمشر کريم خليلي او د پارليمان په ودانۍ بریدونه وکړي.

افغان چارواکي وايي، له دغوکسانو سره يې په ځانمرګو بريدونو کې استعماليدونکي واسکټونه، لاسي بمونه، راکټ لانچر او ګولې ، د افغان ملي پوځ ورديانې، يو پاکستانی شناختي کارډ او د پاکستاني ټيليفونونو سیم کارډونه نيولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG