د لاسرسي ځای

تازه خبر

"اتیا فیصده افغانان د حکومتي ضد ډلو له لاسه مري"





په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یوناموما په خپل خپاره شوي ننني رپوټ کې وايي چې د روان ۲۰۱۲م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له تشدد سره اړوند پېښو کې په پرله پسې توګه ولسي وګړو ته ورانونکې مرګ ژوبله اوښتې.

په راپور کې راغلي چې د جنورۍ له لومړۍ بیا د جون تر ۳۰ مې نېټې پورې د اخ وډب په پېښو کې ۳،۰۹۹ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې پکې ۱،۱۴۵ وژل شوي او ۱،۹۴۵ ژوبل شوي دي. د دوی په خبره که د ولسي وګړو سږنۍ مرګ ژوبله له پروسږ کال سره وکتل شي نو په دې کې ۱۵ فیصده کموالی راغلی دی. د یوناما د رپوټ له مخې پروسږ کال یانې د ۲۰۱۱م تر نیمايي پورې ۳،۶۵۴ ولسي وګړو په تاوتریخوالي کې مرګ ژوبله اوښتې وه چې په کې ۳۰ فیصده ښځې او ماشومان وو چې د ټولې اوښتې مرګ ژوبلې ۳۰ فیصده برخه وه.

په رپوټ کې راغلي چې د ولسي وګړو په وژنه کې ۸۰ فیصده د حکومت ضد ډلو لاس دی.

له تېرو څو کلونو راهیسې یوناما په افغانستان کې په وسله واله نښته کې د ولسي وګړو خوندیتوب په باب کلنی راپور خپروي.

XS
SM
MD
LG