د لاسرسي ځای

تازه خبر

واسکټ د پښتني جامو ښکلا




بازمحمد عابد

لکه پښتنې ميرمنې په خپلو لباس کې پوړني ته تر هر څه زيات ارزښت ورکوي، داسې يې نارينه په خپل لباس کې واسکټ ته ډير ارزښت ورکوي.

واسکټ له تنکي زلميتوبه تر زړښته پورې پښتانه په خپله جامه کې خوښوي. او د پښتنو داسې يوه نښه ده چې که د هر چا په تن وي د پښتون اطلاق پرې کيدی شي.

سره له دې چې اوس په ننګرهار کې ګرمي اوج ته رسيدلې او هر چا پورې خپلې جامې اور شوې خو په جلال اباد کې له مشرانو پرته ځينې ځوانان هم واسکټ په تن ګرځوي.

يوه ځوان چې محب الله نوميږي او په سخته ګرمې کې يې واسکټ په تن کړي وايي چې بې له واسکټه ورته ځان بد ښکاري.

« که څه هم ګرمي ده او سړی نه شي کولای چې له جامو پرته بل څه په تن وګرځوي. خو بيا هم زه واسکټ په تن ګرځوم، ځکه ډير زما خوښيږي چې درنه جامه ده، زينت هم ورسره د سړي په ځای وي او راز ډير جيبونه لري او بله دا چې واسکټ د چا په تن وي سړي ورسره دروند ښکاري. يوازې زه نه چې په جلال اباد کې ډير ځوانان واسکټ خوښوي. او دا ځکه چې دا د پښتنو دود دی.»

ځوان شاعر طاهر ځلاند چې د کار په سلسله کې په کابل ديره دی وايي چې کله هم جلال اباد ته راځي نو له خپلو کاليو سره واسکټ اغوندي.

« که څه هم زه وظيفه په کابل کې لرم، خو کله چې هم ننګرهار ته د راتلو نيت وکړم، نو د پنجشنبې په ورځ له جامو سره واسکټ اچوم. ځکه چې زه ننګرهار ته راځم او ننګرهار يو سوچه پښتني ماحول دی. پښتانه چې واده يې هم وي نو د سپينو جامو سره تور واسکټ خامخا کوي. او ما ته چې د غم ښادۍ د نمانځلو موقع په لاس راشي، خامخا له وينځل شويو جامو سره واسکټ اچوم.»


په جلال اباد ښار کې درزي محمد هاشم وايي، چې په سلو کې نوي تنه چې جامي ګنډي نو واسکټ هم ورسره جوړوي.

« واسکټ يو ملي لباس دی. په تيره د افغانستان په دې دريو ولايتونو کونړ، لغمان او ننګرهار کې يې ډير زيات استعمالوي. او موږ هم ورسره د ښه اخلاص نه کار اخلو، په مناسبه بيه يې ورته جوړوو. فعلاٌ څلور ډيزاينه واسکټونه موږ جوړوو. يوته يې يخندار يا بينډ وايي، بل ته ګول وايي او بل ته هاف وايي او څلورم يې د دريشي سره جوړيږي. اوس د پخوا پر تله واسکټ ډير خلک جوړوي. په سلو کې اتيا يا نوي تنه له خپلو جامو سره واسکټونه هم جوړوي.»

د يادولو ده چې يوازې په ننګرهار کې نه بلکې، د افغانستان په پښتون ميشتو سيمو او دغه شان په لره پښتونخوا کې واسکټ د پښتنو د کلتور برخه ګرځيدلې چې په شان سره پالل کيږي.

XS
SM
MD
LG