د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې د حقاني ډلې یو د سرکمندان ووژل شو







نآتو ځواکونه وايي چې د افغانستان په ختیځ کې یې په یوه هوايي برید کې د حقاني یاغي ډلې یو مشر ووژلی. نړیوال پوځي اتحاد وايي شیر محمد حاکیمي يې د اتوار په ورځ په لوګر ولایت کې وواژه.

د لوګر ولایت د پولیس مشر رییس خان رحیمزی وايي حاکیمي له خپلو ځینو نورو ملګرو سره تر یو ونې لاندې ناست وو چې د ناټو بمباري ورباندې کړي. دی زیاتوي چې څلور تنه نور ژوبل دي.

رحیمزی وايي، چې حاکیمي د سړک غاړې بمي بریدونو منظمول او یاغیانو ته یې رزونه ورکوله. ناټو وايي، حکیمي سیمې ته وسلې رسولې او د حقاني ډلې سيمه ییز مشرتابه لاندې یې چارې تر سره کولې.

د حقاني ډلې ګړ په پاکستان کې دی ، چې له طالبانو او القاعدې سره تړون لري او پر کابل و شاخوا ولایتونو د بریدونو چارې دوی ترسره کوې.

XS
SM
MD
LG