د امریکا سینیټ د زیارت په ورځ تایید کړه چې سابقه لرونکی سفارت کار جیمز کننګم به د کابل لپاره د واشنګټن نوی سفیر وي.
نوموړی به د ریان کروکر ځای ونیسي چاچې د صحي ستونزو له امله په مئ میاشت کې له خپلې د ندې استعفی ورکړې وه.
کراکر تر دې مخکې په عراق، پاکستان ، شام کویت او لبنان کې د امریکا د سفیر په توګه دنده پر مخ وړې وه.
ښاغلی کننګم د تیرڅه باندې یو کال راهیسې په کابل کې د امریکې د مرستیال سفیر په حیث د نده پر مخ وړي.
نوموړی تر دې وړاندې د اسراییلو لپاره د امریکې سفیر و. نوموړي همدا رنګه تر دې وړاندې د هانګ کانګ ، ناټو د ملګرو ملتونو لپاره د لوړ پوړي امریکايي چارواکي په حیث هم د ندې سرته رسولي دي.