د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته به د بریدونو ځواب ورکوو. کونړیان





دکونړ ولایتي شورا رئیس او کونړ دولتي چارواکي وایې پاکستان باید دخبرو اترو له لاري دمرمیو راتوغول ودروي او که چیرته دتوپونو راویشتلو ته دوام ورکړي نو دوی یې ځواب ورکولو ته چمتو دي
دکونړ ولایتي شورا رئیس حاجي میاحسن عادل په یوه ځانګړي مرکه کي ازادۍ راډیو ته وویل دوی ددواړو هیوادونو ترمنځ دوروري اړیکو ته اهمیت ورکوي او په دي هیله دي چې دپاکستان پوځ به دافغانستان په خاوره له ډزو کولو منع شي .او که چیرته دوی بیاهم دتوپونو راویشتلو ته دوام ورکړي .نو قومونه اړدي چې دپاکستاني پوځ د توپونو ډزو ته ځواب ورکړي.

((داکه اتومي وسله او نور وسایل نه لرو .خو غیرت چې موږ لرو.پدي غیرت موبرتانیا هم وهلې ده. پدي باندي مو روسان او نور ډیر ځواکمن قوتونه وهلي دي. ))

دکونړ والي فضل الله وحیدي وایې تراوسه دوی او مرکزي دولت ډیري هڅي کړي چې دپاکستان له لوري دراتوغیدونکو توغندیو مخه ونیسي .خو تراوسه یې کومه نتیجه نده ورکړی .او تیره شپه هم له ۳۰ زیات توغندي د دانګام او شیګل په ولسوالیو را ویشتل شوي دي .

((۲۵ مرمۍ بیا د دانګام په ولسوالۍ او لس مرمۍ دشیګل په ولسوالۍ راغلي دي.مګر تراوسه موږ ته د تلفاتو راپور ندی راغلی او هرکله چې راپور راغی تاسو سره به یې شریک کړو .))

هغه هم وایې که څه هم چې وییل کیږي چې په جلال اباد کي دپاکستان ،امریکايی پوځي مشرانو او دافغانستان ترمنځ یوه غونډه جوړیږي .خو دوی ددغو خبرو پایلو ته زیاته هیله نلري.چې په برکت به یې دکونړ پر خاوره کیدونکي بریدونه بند شي.

((داغونډه که جوړیږي باید په کونړ کي جوړه شي قومي سپین ږیرو،دیني عالمانو او دولتي چارواکوته بلنه ورکړل شي .په غونډه کی باید په اساسي اهدافو باندې خبرې وشي . چې په راتلونکي کي ددغي شی مخنیوی وشي .نو ددي لپاره دغي غونډي ته زیات هیله من نه یم ځکه چی وخت یې ډیر تیر شو .ډیر اعلانونه یې وکړل ځاي هغه سوزیږي چې اور پري بل وي .موږ نه هره ورځ دغونډي پوښتنه کیږي خو تراوسه موږ ته چا دغونډي خبر ندی راکړی .))

دکونړ والي دولایتي شورا درئیس په څیر ګواښ ګوي چی که ستونزه دخبرو اترو له لاري هواره نشي نو افغان ځواکونه او دکونړ میشت ولسونه دیته چمتو دي چې پاکستاني پوځ ته دډز ځواب په ډز ورکړي.

((که موږ ته داسي زمینه برابره شي او امر راکړی شي نو زموږ ځواکونه ځواب ورکولو ته چمتو دي))

چارواکي وایې له تیرو څلورو میاشتو څخه دکونړ به دانګام ،شیګل،خاص کونړ ،سرکاڼو .او ناړۍ ولسوالیو نزدي دري زره دتوپونو توغندۍ راغلي .چې لسګونو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولي او دزرو په شاوخواکي کسان دخپلو کورونو پریښودوته اړشوي دي.

روح الله انوري کونړ

XS
SM
MD
LG