د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام په حلب کې سختې نښتې دي






د شام د دويم لوی ښار حلب واک د ياغيانو نه د بيرته تر لاسه کولو په موخه د شامي حکومتي ځواکونو او ياغيانو تر مينځه نښتې دوام لري، چې تر پرونه پورې ښکېلو غاړو پر یو بل ډزې کولې.


ايران ته د یوه ناڅاپي سفر پر مهال د شام د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلیم په تهران کې د ایران د بهرنو چارو وزیر علي اکبر صالحي سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وویل ، چې یاغیان به هرومرو ماته خوري.


غونډي ته د وينا پر مهال ايراني وزير خارجه صالحي خبر داری ورکړ چې که په شام کې روانه شخړه زياته شي او د ولسمشر بشار الاسد رژيم نسکور شي نو دا به ښه پايلې ونه لري او لمنه به يې دغه ټولې سیمې او بيا ټولې نړۍ ته وغځيږي.

بلخوا مخالفه د شام ملي شورا مشر عبدالباسط سیدا له بهرنيو هيوادونو غوښتي چې ياغي جنګيالي بايد په وسلو سمبال کړل شي.

پرون ملګرو ملتونو ويلي دي چې په تيرو دوو ورځو کې د حلب ښار نه دوه سوه زره خلکو کډې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG