د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (جولای ۲۱)



ژباړه: ګل ایاز

ګارډین

ګارډين ورځپاڼه ليکي د بريتانېي وزيراعظم ډيويډ کيمرون طالبانو ته خبردارې ورکړی چې دا به د دوي لويه تيروتنه وی چې له افغانستان څخه په ۲۰۱۴ کال کې د ناټو جنګي ځواکونو وتلو وروسته د دغه هيواد غير مستحکم کولو لپاره په لويه کچه بريدونه وکړي.


په داسي حال کې چې د بريتانيي پوځي قومندانانو اندښنی څرګندي کړی چې د افغانستان څخه د ځواکونو وستلو فيصله په بيړه شوی، وزيراعظم ډيويډ کيمرون وايي چې طالبان بايد د افغان ځواکونو د اورپکتوب ضد صلاحيت په اړه شک ونه لری.

ورځپاڼه ليکي چې بريتانيا او د ناټو نور هيوادونه له افغانستانه د ۲۰۱۴ کال تر پايه خپل ځواکونه وباسي چې دا پروسه بيا په شکاګو کې د ناټو په سرمشريزه کې افغان ځواکونو ته تدريجی امنيتی ذمه تعقيب شوه، له دی وروسته د جاپان په پلازمينی ټوکيو کې د افغانستان سره د مرستو کانفرس وشو.

ورځپاڼه د وزيراعظم ډيويډ کيمرون له خولې زياتوي: ((اوس د هر چا لپاره وخت دی چې د افغانستان په پرامنه سياسی بهير کې برخه واخلي. هغه هر څوک چې د تشدد نه لاس اخلي، د هيواد اساسی قانون احترام کوی، کولی شی چې د هيواد څوکالی لپاره کار وکړی نه چې د جګړی د لاری يې تباه کړي.))

ورځپاڼه ليکي، وزيراعظم په خپله وينا کې د بريتانيي يوه بله اندښنه هم څرګنده کړه، چې هغه د افغانستان او پاکستان ترمينځ د ښو اړيکو درلودلو ضرورت دی، ځکه نو دوي د زيارت د ورځي د ښاغلي کرزی او د پاکستان نوی وزيراعظم راجه پرويز اشرف ترمنځه د شريکی غونډي لپاره فشار راوړو. بريتانيا دغه غونډه ډيره مهمه بللي چې له دي سره به دواړه هيوادونه وهڅول شي چې په ګډه سره کار وکړي. خو، ورځپاڼه ليکي چې وزيراعظم ډيويډ کيمرون ښکاره کړه چې په دي لړ کې له نور کار پکار دی.

ټیلي ګراف

د برتيانيي ډيلی ټيلګراف ورځپاڼي د مولانا سميع الحق په اړه ليکنه کړي. ورځپاڼه ليکي، سميع الحق د طالبانو د پلار په نوم پيئزندل کيږي. د ده له مدرسی نه افغان طالب علمانو زدکړي ترلاسه کړي چې په ۹۰ مه لسيزه کې يې په کابل قبضه وکړه. اوس سميع الحق بهرني هيوادنو ته يو بی معنی تجويز وړاندی کړي چې يا خو د امريکا ډرون بريدونه ودروی او يا ماشومانو ته د پوليو د ناروغي څاڅکي به نه ورکول کيږي.

د ورځپاڼي په وينا سميع الحق د ملګرو ملتونو د صحت او د ماشومانو د نړيوالي اداري ملګری نه ښکاري. د روان کال په لومړيو کې سميع الحق خپل لمسی ته د پوليو څاڅکي ورکړي وی او خپل پلوايانو ته يې هم ويلي وو چې دا کار وکړي. خو اوس دوي وايي چې د امريکا سی ايي ای لخوا د اسامه بن لادن د لټون لپاره د جعلی هيپټايټس کمپاين وروسته د دغه پاليسی ملاتړ نه کوی.

ورځپاڼه ليکي چې پاکستان په هغو هيوادونو کې شامل دي چرته دي ناروغي د وبا شکل اختيار کړي. په پاکستان کې سږ کال په پوليو اخته ۲۲ ناروغان مخی ته راغلي چې تير کال دغه شميره ۵۹ وه، پاکستان هم زياته هيله لری چې د پوليو نه ازاد هيواد وګرځي.

ورځپاڼه ليکي چې د پوليو ناروغي د مخنوي لپاره په کمپاين کې کاروکونکي ډير په احتياط سره ازاد خياله مشرانو ته مخه وکړی چې دوي فتوی ورکوی چې د پوليو څاڅکي ورکول د اسلامی تعليماتو مطابق دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG