د پاکستان د بلوچستان په ګوادر کې د ساحلي ساتندویانو پر پوستې برید شوی دی چې په کې شپږ سرتېري وژل شوي دي.
د ګوادر سیمې لیوي امنیتي ځواک چارواکي وايي، د دې سیمې په پشکان سیمه کې د ساحلي ساتندویانو پر يوې پوستې نا مالومه وسله والو برید کړی، چې په کې د دوی په وینا شپږ سرتېري وژل شوي.
په دې پېښه کې له دوو ژوبلو شویو یو مړ شو او په دې توګه د ټولو وژل شویو شمېر اووه شوی دی.
د لیویزو په وینا پېښه نن تر غرمې وروسته په یاده سیمه کې شوې، او برید کوونکي په تېښته کې بریالي شوي دي.