د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې د کسانو تر وژنې وروسته ماتم


دا هغه تیاټر دی چې په کې وسله وال کسان ووژل
دا هغه تیاټر دی چې په کې وسله وال کسان ووژل


د امریکا ولس له هغه وروسته ماتم کوي چې د دې هیواد د کولوراډو ایالت په یوه سېنما کې یوه کس ډزې وکړې او دولس تنه یې ووژل.

امریکايي ولسمشر باراک اوباما دا پېښه غندلې او ویلي يې دي چې دې پېښې زیات خواشینی کړی دی .

دا پېښه د جمعې په شپه د امریکا د کولراډو ایالت د ډینور ښار په یوه سېنما کې رامنځ ته شوه. د دې ښار د پولیسو چارواکي وايي چې یو څلرویشت کلن کس په سېنما کې پر ناستو خلکو د ګېس ډبې وغورزولې او ډزې یې ورباندې وکړې.

په دې پېښه کې د دولسو کسانو د وژل کېدو ترڅنګ شاوخوا پنځوس نور ټپي شوي هم دي چې د یوولسو کسانو روغتیايي حالت په کې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د پولیسو په وینا برید کوونکی نیول شوی دی چې چاقو، ټوپک او توپانچه درلودل او د مرمیو ضد واسکټ یي اغوستی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG