د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عوامي نیشنل ګوند پينځه غړي په ډزو ژوبل


د کچلاغ په پېښه کې د وژل شویو کسانو مړي د کوټې په روغتون کې
د کچلاغ په پېښه کې د وژل شویو کسانو مړي د کوټې په روغتون کې

د پاکستان په کوټه کې د عوامي نیشنل ګوند پر غړو وسله والو ډزې کړې دي چې په کې لږ تر لږه د پینځو کسانو د ژوبلېدو خبر راغلی دی.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، پېښه د کوټې پر زرغون سړک شوې ده.

ژوبل شوي کسان سنډېمن روغتون ته رسول شوي دي.

د اې این پي پر غړو ډزې هغه مهال شوې دي چې دوی په کوټه کې د کار بندیز لیدو له پاره ګزمه کوله.

په کوټې او کچلاغ کې نن د تېرې ورځې د پېښې په ویر کار بندیز دی.

د جمعې پر ورځ، په کچلاغ کې د عوامي نیشنل ګوند په جلسه کې بمي چاودنه شوې وه چې په کې شپږ کسان وژل شوي او اته ژوبل شوي ول.
XS
SM
MD
LG