د افغانستان د لغمان ولایت د رسنیو دفتر وايي، نن د یوې چاودنې له کبله د دې ولایت د ښځو چارو رییسه حنیفه صدیقي وژل شوې ده.
د دفتر ویاند، وايي په چاودنه کې ۱۱ کسان ژوبل شوي هم دي. ویاند وايي، حنیفه صدیقي له خپل مېړه سره په موټر کې د لغمان مرکز مهتر لام کې روانه وه چې د مقناطیسي بم چاودنه وشوه. په پېښه کې د نوموړې مېړه ټپي شوی دی. د حملې پړه تر اوسه هیڅ ډلې نه ده منلې.