د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان و پاکستان په باب د جهاني ورځپاڼو لیکنې





د خارجه پاليسۍ تحقيقاتي اداره ليکي، د اسامه بن لادن تر وژل کېدو يو کال وروسته هم پر دا خبرې بحث کيږي چې القاعده د امريکا لپاره څومره لوی ګواښ کېدای شي. په دې هکله د امريکا د حکومت لخوا متضاد بيانونه راځي. د امريکا د دفاع اوسني وزير او د سي آی اې پخواني مشر لېون پېنيټا القاعده مرګِ حاله ښودلې ده. خو د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان برېنن په پر له پسې د دې لپاره د ډرون بريدونو ملاتړ کوي چې دا د القاعده غړي په نښه کوي چې د امريکا لپاره ګواښ دي.

بلخوا ا د ترهګرۍ ضد چارو کارپوهان د پانيټا په پرتله ډېر جدي دي او ځيني خو دا هم ګڼي چې القاعده تر پخوا اوس زياته پياوړې شوې ده. د دوی په اند په صوماليه کې له الشباب ډلې سره د القاعده يو ځای کېدل او په يمن کې يې زيات کنټرول د لا پياوړي کېدو لاملونه کېدای شي.

تحقيقاتي اداره پر مخ ليکي، د تيرو لسو کلونو په پرتله القاعده اوس دا توان نه لري چې په پر له پسې توګه منظم بريدونه وکړي. په ۲۰۰۵م کال کې په لندن کې تر مځکې لاندي د رېل په تمځای کې تر بريد وروسته القاعده نه ده توانېدلې چې په لوېديځ کې کامياب بريدونه تر سره کړي خو د دوی په بريدونو کې تر کموالي وروسته اوس دا ډله هڅه کوي چې بهرني اورپکې و ګماري او د عملياتو لپاره پلان تيار کړي.

اداره د مقالې په پای کې ليکي، داسي امکانات ليدل کيږي چې په خليج فارس کې د خلګو لخوا د مرستو په ورکولو القاعده يو ځل بيا سر راپورته کړي.

بلخوا د امن او جګړې د راپور خپرولو په نامه اداره د پاکستان لخوا د پولې آ غاړې ته پر افغانستان د راکټي بريدونو په اړه ليکي، د دواړو هيوادونو تر منځ په داسي حال کې تاوتريخوالی مخ په زياتېدو دی چې د کابل لخوا اسلام آباد په دې وګواښل شو چې که چيري پر کنړ راکټي بريدونو ونه دروي نو دا مسله به د ملګرو ملتونو امنيتي شورا ته يوسي.

اداره په خپل راپور کې ليکي، د کنړ د ولايتي حکومت وياند واصف الله واصفي د جون د مياشتي په وروستيو کې وويل چې په تيرو څو اونيو کې د ګاونډي هيواد پاکستان لخوا څه باندي ۸۵۰ راکټه توغول شوي دي چې له کبله يې څه باندي ۵۰۰ کورنيو کډي وکړې. ده زياته کړه چې د مي راهيسي د راکټي بريدونو په ترڅ ۱۰ کسان وژل شوي او يا هم ژوبل شوي دي.

اداره پر مخ ليکي، د واصفي تر دې ادعا وروسته د يو شمېر نورو راکټي بريدونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

اداره زياتوي بلخوا د په کابل کې د پاکستان سفارت دا ردوي چې پوځ يې پر کنړ راکټونه توغوي. د سفارت د اطلاعاتو مسول اختر منير وويل چې کېدای شي اورپکې په دې نيت دا راکټونه توغوي چې افغانستان پر پاکستان تور ولګوي.

اداره د سياسي چارو د يو کارپوه عبدالستار سادات له خولې ليکي، پاکستان د دې لپاره دا بريدونه کوي چې د افغانستان پر مځکه کنټرول تر لاسه کړي.

اداره په پای کې ليکي، دا دوه ګاونډيان لانجمنې کرښې ډيورنډ لاين له يو بل څخه جلا کړي دي چې په ۱۸۹۳م کال کې د کمزورې لوظنامې په ترڅ کې رامنځ ته شوه. کابل دا کرښه نه مني خو پاکستان غواړي چې د رسمي پولي حيثيت ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG