د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې ناپيژاندو وسله والو د ننګرهار سرحدي ولسوالۍ اچين کې د هلکانو يو ښوونځی په بمونو الوزولی دی.
د پوهنې رياست مطبوعاتي وياند اصف شينواري وايي چې د ښوونځي ۶ درسي خوني ویجاړې شوي او ۱۱ کوټې زيانمنې شوي دي .
په دغه پيښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بل خوا د اچين ولسوال عبدالخالق وايي چې د ښوونځي تر څنګ یو جومات هم زيانمن شوی دی.