پراګ - په لیبیا کې په تېرو شپېتو کالونو کې نن په لومړۍ ځل ازاد انتخابات تر سره کېږي.
په دې انتخاباتو کې به شاوخوا ۲۷ لکه کسان رایې اچوي.
د دې ۲۷ لکه کسانو د رایو په نتیجه کې به ۲۹۰ غړي لرونکې اسمبلۍ ټاکل کېږي چې هغه بیا نوی حکومت جوړ کړي او د لیبیا له پاره اساسي قانون تیار کړي.
د لیبیا ۲۰۰ غړي لرونکي اسمبلۍ ته ټول ۳۷۰۰ نوماندان ولاړ دي چې زیاتره یې اسلامي اېجنډاوې لري.
په عین حال کې، له دې انتخاباتو د پرېکون یا بایکاټ غوښتني هم شوي دي.
دا غوښتنې په خاصه توګه د بن غازي ښار په شاوخوا کې شوي دي.
هلته خلکو شکایت کړی دی چې د لنډ مهاله حکومت په دوره کې طرابلس دوی له پامه غورځولی وو.
د جمعې پر ورځ په بن غازي کې په سلګونه کسانو احتجاج وکړ او ویې ویل چې د هیواد لویدیځ ته د اسمبلۍ له ۲۰۰ سیټونو ۱۰۲ او د دوی سیمې یانې ختیځ ته یوازې ۶۰ سیټونه ورکړل شوي دي.
په عین حال کې د جمعې پر ورځ به بن غازي کې یوه وسله وال هغه هیلي کاپټر په ډزو وغورځاوه چې د رایو اچولو له پاره سامان په کې وړل کېده.
په دې پېښه کې د لیبیا د انتخاباتو د کمېشن یو کارکوونکی هم ووژل شو.