د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سراج العمارت تاريخي ماڼۍ موزيم ته وقف شوې


د سراج العمارت تاريخي ماڼۍ
د سراج العمارت تاريخي ماڼۍ







بازمحمد عابد مشال راډيو

په جلال اباد کې د سراج العمارت تاريخي ماڼۍ چې د رغولو چارې يې اتيا په سلو کې پر مخ تللي خو د تيرو دريو کلونو راهيسې يې کار په ټپه دريدلی دی.

دا تاريخي ماڼۍ د ننګرهار د موزيم لپاره د اطلاعات او فرهنګ وزارت ته ورکړل شوې.

د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي د اطلاعات او فرهنګ له وزارت نه غوښتنه وکړه چې د ودانۍ کار يا پخپله پيل کړي يا دې ده ته د جوړيدو په خاطر حواله کړي. نوموړي وويل:

« زه د اطلاعات او فرهنګ له وزير څخه سخت شکايت لرم. تر اوسه پورې يې د سږني کال بوديجه موږ ته نه ده راکړې.او د تاريخي ابداتو په رابطه يې هيڅ توجه نه ده کړې. درې کاله کيږي چې ما ورته يو مکتوب ورواستوو چې د موزيم د کار بشپړيدو چارې موږ ته راپريږدي، خو نه يې خپله وکړو او نه يې موږ ورته پريښودو. ماد موزيم د جوړښت لپاره مواد ساتلي دي. موږ به په اساسي توګه داسې يو موزيم جوړ کړو چې هم د کورنيو او هم د بهرنيو سيلانيانو لپاره وي او دې کار سره به د ننګرهار اقتصاد نور هم پياوړی شي.»


د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ريس اورنګ صميم وايي چې د سږني کال په بوديجه کې د تاريخي ابداتو د ساتنې لپاره هيڅ رقم نه دی مختص شوی.نوموړي وويل:

« د موزيم اتيا فيصده کار د والي صيب له لورې په ډير زيات مصرف سره وشو. شل فيصده په دې خاطر پاتې شو چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت غوښتل چې پاتې کار به يې خپله تر سره کوي. دا اوس چې زه کابل ته د ولايتي بوديجې په خاطر تللی وم، وزير صيب راته وويل چې د نورو ولايتونو په نسبت د ننګرهار بوديجه ډيره تخصيص شوې خو ډيره برخه به يې د راډيو ټلويزيون په ودانۍ او سټوډيوګانو مصرفيږي، متاسفانه چې د تاريخي ابداتو د ساتنې لپاره په کې بوديجه نه ده مختص شوې چې په دې خبره د ننګرهار والي صيب هم خپه دی، زه هم خپه يم او د ننګرهار ټول فرهنګيان خپه دي.»

د ځوانانو په چارو کې د اطلاعات او فرهنګ مرستيال وزير تيمور شاه اسحاقزي د موزيم د رغولو ډاډ ورکړ.ده وويل:

« د تاريخي ابداتو په هکله چې والي صيب کوم شکايت وکړو، زه به له خپل وس نه زيات کوښښ کوم او ډاډ ورکوم چې دا کار به هرو مرو تر سره کيږي.»

د يادولو ده چې د سراج العمارت تاريخي ماڼۍ د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ په دروان کې جوړه شوې وه چې د امير امان الله خان په وخت کې شينوارو د کورني تاوتريخوالي پر وخت وسوځوله او تش ديوالونه يې پاتې وو. شاو خوا پنځه کاله د مخه ننګرهار والي ګل اغا شيرزی د دغې ماڼې کار پيل کړ، خو د تيرو دريو کلونو راهيسې په ټپه دريدلی دی.

XS
SM
MD
LG