د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو دوه سوه کلنه کلا په بمونو والوزوله





سید شاه سقیم - مشال راډيو


د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو په دغه ولسوالۍ کې يوې دوه سوه کلنې تاريخي کلا ته ماينونه ايښي او ويجاړه کړې يې ده. د سيمې اوسېدونکي پر کلا بريد په خپلو کورونو بريد بولي او وايي چې که وسله وال طالبان ورته کړنې بيا تکرار کړي د دوی له سخت غبرګون سره به مخ شي.

د رييس کلا چې په تېرو څو لسيزو کې جنګ جګړو، هوايي بريدونو. راکټي حملو او ماينونو چاودېدو يې دېوالونه ونه لړزول وسله والو يې طالبانو يې اوس څلور برجونه په ماينونه الوزولي او له خاورو سره خاورو سره يې خاوري کړي دي.
دغه کلا له تېرو شاو خوا دوو سو کلنو راهسې د اندړو ولسوالۍ په ناني کلي ودانه وه خو اوس طالبانو په دې پلمه الوزولې ده چې ګواکې د دوی په خبره د اندړو د ولسي پاڅون جنګيالي به پکې مورچې جوړې کړې.
د سيمې خلک وايې د رييس کلا دنګو برجونو د دوی شمله هسکه کړې وه. په تېرو زمانو کې يې د دوی د عظمت کيسې اوس هم خلکو ته کولې خو دا هرڅه اوس له مېنځه تللي دي.
د دوی په خبره د رييس کلا د سيمې ځوانانو او سپين ږېرو ته د مور په څېر ښکارېده او همدومره ورباندې ګرانه وه ځکه دا هغه کلا وه چې د روسانو د يرغل پر مهال به د کلي خلک د بريد له پاره د همدغې کلا برجونو ته ختل او پټېدل به هم دلته.
دوی وايي که به روسانو د کلا برجونه په هر ډول درنو وسلو هم ويشتل نو نړېدل به نه. خو اوس د طالبانو ماينونه هماغه دنګ برجونه په ګونډو کړي دي.
د الله داد په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکی د نړېدلې کلا يادونه کوي.
(( دا د رييس کلا نومېده. زمونږ سپين ږيري وايي چې دا تقريبا دوه سوه کاله مخکې جوړه شوې وه. د روسان په وخت کې چې به روسان راغلل. زموږ سپين ږيري به د دې کلا برجونو ته ختل ځکه چې د کلا برجونه ډېر کلک وو روسانو به په راکټو ويشته خو تاثير به يې نه پرې کاوو، اوس طالبان راغلي وو د دې کلا برجونو ته يې ماينونه ايښي وو او څلور برجونه يې ور الوزولي دی. د کلي خلکو طالبانو ته وويل چې دا مو ولې والوزله دوی وايي چې دلته د ولسي پاڅون خلک بيا پکې راته پټېدل ))
خو د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس حميدالله سروري بيا وايي چې دوی ته تر اوسه لا دا نه ده مالومه چې دغه کلا وه چېرې.
دی وايي تر اوسه په دې هم نه يو خبر چې په دغه سيمه کې دي کومه تاريخي کلا الوزوله شوې وي.
(( د دغې کلا د نړېدلو په اړه موږ څه نه شو ويلای. مونږ په قره باغ کې د نی کلا په نامه يوه کلا لرو خو په دغه سيمه کې خبر نه يو چې داسې کومه کلا وه که نه، تر اوسه پورې موږ دغه کلا راسره ثبت کړې هم نه وه ))
وسله والو طالبانو لا هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي چې ولې يې د دوه سوه کلنې کلا برجونه ته ماينونه ايښي دي.
تر دې وړاندې هم د غزني ځينې تاريخي کلا ګانې د جګړو له امله ويجاړې شوې او د ځينو خو يې د چارواکيو د نه پاملرنې له امله برجونه دېوالونه نړېدلي دي.

XS
SM
MD
LG