د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو اکمالات راته ګران پريوځي: امريکا دفاع وزارت


هارون باچا - مشال راډيو


پراګ:- امريکايي چارواکي وايي، په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونو ته د پاکستان پر ځای د روسيې او منځنۍ آسيا د هېوادونو له لارو د اکمالاتو په رسولو درې برابره زيات لګښت راځي-

فرانس پريس اژانس د امريکايي پوځ د لاجېستيکي څانګې د مشر وايس ايډمېرل مارک هارنيشک د پينټاګون خبريالانو ته کړې خبره راخېستې چې وايي، افغانستان ته د شمال له لوري د اکمالاتو رسول ورته ګران تماميږي او زياتوي چې وخت هم ډېر اخلي-

ناټو وروسته له هغې د روسيې او منځنۍ آسيا د هېوادونو لارو کارولو ته مخه وکړه چې پاکستان په مومندو شوي د تېرې نومبر مياشتې د هوايي بريد په ځواب کې، چې ۲۴ عسکر يې پکې ووژل شول، د ياد سازمان د اکمالاتو پر وړاندې خپلې لارې وتړلې-

د وايس ايډمېرل هارنيشک په خبره، له امريکا څخه افغانستان ته د يو کانټينر په رسولو تقريباً شل زره ډالر لګښت راځي، او زياتوي چې که د ناټو اکمالات چیرې د سمندر له لارې کراچۍ او له هغه ځايه بيا په لاريو کې افغانستان ته ورسول شي، نو ياده خرچه درې برخې راکمېدای شي-
د امريکا دفاع وزير ليون پينيټا هم د روانې مياشت په اوايلو کې وييلي ول چې د پاکستان د لارو د بندېز له کبله د افغانستان په جګړه هره مياشت د دوئ سل مليينه ډالر سېوا مصرفيږي-

د ای ايف پي په ليکنه، د مومندو تر پېښې مخکې د ناټو ځواکونو له ۳۰ نه واخلې تر ۴۰ في صده پورې سونګ مواد د پاکستان له لارو په افغانستان کې دوئ ته رسول کېدل- د امريکا د پوځ دغې افسر وييلي چې دا مهال ناټو ځواکونو ته د سونګ مواد د ځمکنيو لارو د شمالي نيټ ورک او خوراکي توکي د سامان وړونکو هوايي جهازونو په وسيله رسول کېږي-

فرانس پريس د چارواکو په حواله وايي چې د ناټو له پاره د رسد د لارو موضوع ښايي په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو د قومندان جنرال جان ايلن او د پاکستاني پوځ د مشر جنرال اشفاق پرويز کياني تر مينځ په اسلام اباد کې شويو د شورو د ورځې د خبرو د سر موضوع پاته شوي وي-

امريکايی چارواکو تېره مۍ مياشت داسې وانګيرله چې ګوندې د پاکستان د لارو د بيرته خلاصېدو په اړه د دې هېواد له چارواکو سره يوې موافقې ته نږدې شوي، خو داسې هيڅ اعلان و نه شو او واشنګټن خپل معامله کوونکي له اسلام اباد څخه بيرته وطن ته وبلل-

پاکستان په عين حال کې په خپل هم هغه زوړ دريځ ټينګ ولاړ دی چې وايي د مومندو د پېښې له پاره دې امريکا رسمي بخښنه وغواړي، د کوم منلو ته چې دغه هېواد لا تر اوسه زړه نه دی ښه کړی-

خو د دواړو هېوادونو په اړيکو کې د دوامدار کړکېچ باوجود، د پينټاګون وياند جارج لېټل په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، موږ هيله من يو چې له پاکستان سره د ناټو د اکمالاتو په باب د پاييدونکی اختلاف، ژر ده چې يو حل راوځي-

XS
SM
MD
LG