د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو څلور افغان سرحدي سربازان ووژل


په کونړ کې افغان سرحدي سربازان
په کونړ کې افغان سرحدي سربازان

سید شاه سقیم - کندهار

افغان چارواکي وايي، نښته تېره ورځ د افغانستان او پاکستان ګډې پولې ته څېرمه د زابل ولايت په شلمزو ولسوالۍ کې شوې ده چې په پايله کې يې څلور تنه سرحدي پوليس وژل شوي خو د چارواکيو په خبره مخالفې ډلې ته يې هم دروند ځاني زيان ور اړولی دی.


افغان چارواکي وايي چې له وسله والو طالبانو سره يې نښتې څو ساعته دوام وکړ خو له پای ته رسېدو سره يې تر پوله را اوښتي وسله وال بېرته پاکستان ته اوښتي دي.

په جنوب لوېديځ زون کې د سرحدي پوليس قومندان جنرال تفسير خان خوګياڼی وايي چې وسله وال تر پوله هاخوا د پاکستان د سرحدي پوليسو د يوې پوستې په مرسته راوښتي او بېرته هم هغوی ورڅخه خلاص کړي دي.

دی وايي د ترلاسه شويو مالوماتو په اساس تر پوله د را اوښتيو وسله والو شمېر تر سلو اوښتی وو خو وايي بيا مو هم درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده.

(( تر سلو زيات وسله وال د پاکستان تر پوله دې خوا ته را تېر شوي وو او يو کمين نيولی وو. وروسته زموږ له سرحدي ګزمو سره مخامخ شوي خو تر مقاومت وروسته بېرته د پاکستان خاورې ته اوښتي دي. له وسله والو سره په نښته کې زموږ څلور تنه سرحدي پوليس وژل شوي خو دښمن ته مو هم درنه مرګ ژوبله اړولې او دښمن تر نښته وروسته بېرته پاکستان ته راڅخه تښتېدلي دي ))

تفسير خان خوګياڼی زياتوي چې په دغه سيمه کې د پاکستان سرحدي پوليسو تر دې وړاندې هم دوه ځله له دوی سره د جګړې له پاره وسله وال طالبان را اړولي وو خو وايي نن مو پاکستاني چارواکيو ته خبرداری ورکړی چې که ورته پېښه بيا تکرار شي نو تر دوی به يې پاکستان ته ډېر زيان واوړي.

دی وايي تر اوسه پورې لا د پاکستاني چارواکيو په ځواب نه دی پوهېدلي چې د دوی خبرداري پرې څه اثر کړی که نه .

(( دغه عمل تر دې له مخه هم دوه ځله تکرار شوی وو. په دغه سيمه کې پولې ته څېرمه د پاکستانيانو سرحدي پوسته ده هغوی له وسله والو ورسره مرسته کوي. يو ځل وړاندې هم دغه کار شوی وو او اوس بيا شوی دی خو موږ د دغه مشکل د اساسی حل په خاطر په سپين بولدک کې د ايساف، افغان ځواکونو او پاکستانيانو تر مېنځ د هماهنګۍ مرکز ته خبر ورکړی دی چې په راتلونکي کې بايد دغه عمل تکرار نه شي کنې نو پايلې به يې ډېرې ناوړه وي. خو تر اوسه يې موږ ته پايله نه ده مالومه شوې چې دوی په دې اړه څه وکړل ))

ده په نښته کې د وژلو شويو او ټپي شويو وسله والو کره شمېره وونه ښوده.

د دولت مخالفو وسله والو طالبانو هم لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ پاکستاني چارواکيو هم تور لګولی وو چې د افغانستان له خاوري ور اوښتيو وسله والو يې په دير سيمه کې له سرتېرو سره نښته کړې ده.

د پاکستان د بهرنيو چاروزارت تېره ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مرستيال هم په دې اړه احضار کړی وو او ورته يې ويلي وو چې ګواکې د افغانستان له خاورې ور اوښتيو تر سلو زياتو وسله والو يې شپږ سرتېري وژلي او يوولس نور يې ژوندي بېوولي دي. خو افغان چارواکي يې ادعا بې اساسه بولي.
XS
SM
MD
LG