نن ماځيګر د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا یو لویه ولسي غونډه کېدونکې چې موخه ددغه صوبې په ګډون په خیبر پښتونخوا او د ملک په نورو برخو کې د روانې ترهګرۍ پر ضد د خلکو خبرول او د هغې پر وړاندې یوه تګلاره په ډاګه کول دي.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي مشر محمد عثمان کاکړ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې دا وخت د دوی لومړۍ مطالبه د بلوچستان په پښتنو مشتمله جنوبي پښتنونخوا صوبه جوړول، پښتنو ته د ورپېښو سیاسيي، اقتصادي او امنیتي ستونزو له مینځه وړل او په بلوچستان صوبې پر وسایلو دلته مېشت پښتنو ته د برابري په بنیاد په هره څانګه کې حق ورکول دي.
عثمان کاکړ د نننۍ کېدونکې غونډې نور جزیات له مشال راډيو سره په خبرو کې په ډاګه کړل.