د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست موزییم پراخېدو ته اړتیا لري



نقیب الله متونوال - خوست

اته کاله وړاندې په خوست کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا په دې ولایت کې د یو موزیم بنسټ کېښودل شو. دې موزیم ته خلکو په کورونو کې ساتلي تاریخي اثار او لاسي صنایع په وړیا ډول ورکړل او دامهال له ۳۰۰ زیات بېلا بېل اثار لري.


د دې موزیم بنسټ اېښودونکی او دخوست د اطلاعاتو او کلتورپخوانی ريیس الحاج عبدالکریم پتنګ وایي، چې موزیم جوړولو ته یې اله پام شو، چې د کورنۍ جګړې پر وخت چورشوي اثار ځینوخلکو په کورونو کې ساتل او له دوی سره یې د ورکیدو وېره وه.

پتنګ وویل:« زموږ له خپلوانو یو تن په هرات کې ډبرین دیګونه اخیستي وو او هغه یې له ځانه سره پېښورته وړي وو، هغه بیا لندن ته لاړ او دېګونه یې موزیم ته راکړل او له دی سره موږ له ځايي راډیوګانو خلکو ته اعلانونه وکړل، چې که څوک په کورونو کې تاریخي اثار ولري؛ د وطن دوستۍ له مخې دې موزیم ته وسپاري، چې ډېرو خلکو دا کار وکړ او لاسي صنایع یې هم راوړل.»


دې موزیم ته هغه وخت د سیل لپاره د ورځې په لسګونه خلک ورتلل اوځینو به تاریخي اثاراو لاسي صنایع هم ور وړل خو، په اوس وخت کې یې د لیدونکو شمېره کمه شوې اوعلت یې هم د نویو اثارو او لاسي صنایعو نشتوالی ښوول کیږي. دوى وايي، چې دا موزيم په يوه وړه خونه کې دى او اثار هم هماغه پخواني دي، چې څو ځله يي ليدلي دي.

خو د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریيس محمد امین شاه الفت وایي، چې دوی نه یوازې د نویو اثارو د پیدا کولو په هڅه کې دي، بلکې غواړي د موزیم لپاره نوې ودانۍ هم جوړه کړي.

الفت زیاته کړه:« دا موزیم د فعلاً لپاره په یوه کوټه کې دی خو، د نوي موزیم لپاره د ودانۍ جوړیدو په موخه شپږ جریبه ځمکه بېله شوي او د افغانستان د اقتصاد وزارت له لارې د هند هېواد یې د ودانې د جوړولو ژمنه کړي، چې کېدای شي په نیږدې راتلوونکي کې یې د جوړولو کارپیل شي.»

د یادونې ده، چې د نويیمې لسیزې د تنظیمونو له خوا په کورنۍ جګړو کې د افغانستان ګڼ شمېرتاریخي اثار لوټ، موزیمونه چور او تالان شول او ترڅنګ یې د تاریخي سیمو نا قانونه کیندنې هم کیږي چې اثاریې وروسته قاچاق او پر بهرنیانو خرڅول کیږي
XS
SM
MD
LG