د لاسرسي ځای

تازه خبر

"عدالتي پرېکړه پر جمهوریت ګوزار دی"





ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: په پاکستان کې د انساني حقونو د کمیشن یا ایچ ار سي پي چارواکو د سترې محکمې په هغې پریکړه انديښنه ښودلې ده چې ترمخه یې سید یوسف رضا ګیلاني د وزیراعظمۍ له پاره نااهل ګرځولی دی ـ د سازمان مشرې زهره یوسف ویلي په پاکستان کې تل د جمهوریت په وړاندې خنډونه جوړ شوي او جمهوری روایات تل تر پښو لاندې شوي دي ـ


((زموږ اندیښنه په همدې خبره ده چې دلته زیاتره وخت جمهوري نظام ته زیان رسول کیږي ـ او په دې توګه یاد نظام خپلې ټاکلې مودې پوره کولو ته نه پریښودل کیږي ـ د پاکستان په څېر هیواد کې چرته چې جمهوریت وار دمخه کمزوری دی ،د سترې محکمې دا ډول پریکړې چې ټاکلی وزیراعظم کور ته ولیږي ،د افسوس وړ پریکړه ده ))

د یاد کمیشن د سند څانګې مشر امرنات بیا وایي د محکمو له خوا دا ډول پریکړې د جمهوریت د راتلونکي له پاره زیانمنې او د بحران سبب ګرځي او هغه ځکه چې پاکستان څو څو کرته د پوځي واکمنانو دور لیدلی دی او په داسې ملک کې دا ډول فیصلې او حکومت ته دا ډول سلا مشورې ورکول پکار وي چې له امله یې جمهوري نظام پیاوړی شي ـ

((د ډیرو قربانیو ورکولو روستو که څه هم موږ ته څه نا څه جمهوري نظام په لاس راغلی و ، هغې ته وده ورکول زموږ د ټولو فرض و ـ خو موږ داسې ونه کړای شو ـ د سترې محکمې پریکړه پر جمهوریت لوی ګوزار دی او ښکاري چې هغه کړۍ چې مخکې به یې په بله بڼه جمهوریت ختموو اوس یې په بدل شکل د جمهوریت مرۍ خپه کول شورو کړي دي ))

د امرنات په خبره که څه هم د سترې محکمې پریکړه د قانون له دایرې څخه بهر نه ده خو د هغه په وینا د لویو عدالتونو لمړني فرض دا جوړیږي چې حقایقو ته په کتو سره پریکړې وکړي ـ ځکه چې دا پریکړه به د اوسني حکومت په راتلونکي هم ژور اغیز ولري ـ

د بشري حقونو د کمیشن مشرې زهره یوسف په وینا د جمهوریت لپاره په اوسني یو ډول نازک پړاو کې باید سیاسي ګوندونه د ژور سیاسي سوچ او بصیرت څخه کار واخلي او د جمهوریت په وړاندې د ممکنه رامنځته کیدونکو خنډونو مخه ونیسي ـ

((د پارلیمان ټول ګوندونه او غړي که هغه په حکومت کې دي او که په اپوزیشن کې اوس باید داسې یو سوچ خپل کړي چې خپلې سیاسي ګټې شاته کړي او د ملک او جمهوریت د پیاوړتیا لپاره یو موټی شي او دا ددې وخت تقاضه هم ده ))

د مېرمن یوسف په خبره جمهوري حکومت د ولس په ګټه کې وي ، او پکار ده چې د عدالتونو(محکمو) ترڅنګ ټولې ادارې باید دجمهوریت د ودې له پاره خپل صلاحیتونه پکار راولي ـ
XS
SM
MD
LG