د لاسرسي ځای

تازه خبر

دافغانستان هیلې، د پاکستان ژمنې


ګل اياز، مشال راډيو

پراګ: د افغانستان لپاره د ايشيا زړه کانفرس کې ،ګاونډيو هيوادونو له افغانستان سره ژمني کړي چې د امن او ثبات په برخه کې به خپل رول ولوبوي.


د پاکستان لخوا په دغه کانفرس کې د بهرنیو چارو وزيري حنا ربانی کر برخه اخستي وه او ويلي یې وو چې د امکان تر حده به د افغان حکومت د سولی له بهير څخه ملاتړ کوي.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو کارپوه اياز وزير له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې افغانستان کې د ۳۰ کالو راهيسي ګډ وډي ځکه جوړه ده چې نه يوازې ګاونډي هيوادونه بلکي دغه هيواد پخپله هم کړي لوظونه، نه دي پوره کړي. له طالبانو سره د امن خبرو اترو کې د ګاونډيو هيوادونو رول په اړه اياز وزير وايي:

((په دي کې منم چې د ګاونډي هيوادونو، د امريکا ،د ناټو د هر چا پکې څه نه څه وس رسيږي چې دا مسله حل کړي، خو اصلی خبره د افغانستان په کور کې مسئله ده. بايد چې د افغانستان واکمن او مخالف دواړه دې خبرې ته پاملرنه وکړي، او دا مسله په کور کې هواره کړي.))

بل پلو په اسلام اباد کې د سياسي چارو کارپوه امتياز ګل مشال راډیو سره په خبرو کې وويل چې د ژمنوپه پوره کولو کې په يو بل اعتماد ضروري وي.

(( اصل مسئله دا ده چې کله هم دتشدد پيښې رامنځ ته شي او يا چاودنه او يا بريدونه وشي، نو په هغه وخت که امريکا ده او که ولسمشر حامد کرزی دی، هغوی ټول د پاکستان پرضد خبرې شوروع کړي، او د هغې دا مطلب وي چې په دي ټولو ستنونزو کې د پاکستان لاس دی. نو زما په خيال له دي وجې په د سولې په بهير کې خنډان راپورته شي او مخکي تګ نه کیږي.))

د ايشيا زړه کانفرس کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د سولې په برخه کې د پاکستان او د سعودی عرب رول مهم وباله. د دفاعي چارو کارپوه اياز وزير په دي نظر دی چې پاکستان، سعودي عرب او ايران بايد خپل اثر وکاروي او په چا يې چې څومره اثر دی هغه دې راضي کړي.

(( که اول بسم الله په افغانستان کې وشي، نو په هغه دوی ډير ښه پوهيږي. حکومت او طالبان هم چې له يو بل سره خبرې وکړي او شايد چې اوس څه خبري روانې هم وي او ضروري هم نه ده چې اوس دې ميډیا ته رواځي. هم دغه رنګه خبرې په پرده کې ښې وي ،چې بيا څه ځای ونيسي بیا دې په ډاګه شي. نو دوی به خپله يو بل کتلي وي نو زه نه پوهيږم چې د دوی معامله ولې پر مخ نه ځي خو دې ته څه لار پيدا کول پکار دي.))

د دفاعي چارو کارپوه اياز وزير زياتوي چې دا وخت افغان حکومت مضبوط حثيت لري نو بايد له طالبانو سره موافقې ته ورسيږي ځکه چې په ۲۰۱۴م کال کې د امريکا او د ناټو ځواکونه وتلو سره به حالات بيا بل ډول وي.
XS
SM
MD
LG