د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا و هند اړیکي یوه پاخه دور ته اوښتي


د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس ایم کرشنا له خپلې امریکايي سیالې هیلري کلنټن سره په واشنګټن کې خبري کنفرانس کوي
د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس ایم کرشنا له خپلې امریکايي سیالې هیلري کلنټن سره په واشنګټن کې خبري کنفرانس کوي


فرخنده وزیر - راډیو

د هند سره د سټراټیجیکي اړیکو په دریم پړاو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن وویل، د هند سره یې په ایټمی لوظنامه کار پیل کړی، خو دا لا ډیر په ابتدایې مرحله کې دی.

په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس ایم کرشنا مننه وکړه، او دغه هیواد ته یې د خپل سفر په وخت د هغوی د حکومت میلمستیا وستایله.

میرمن کلنټن د امریکا او هند ترمینځ د دریم کلنیز سټراټیجیکي خبرو اترو کې ایس ایم کرشنا ته هر کلی وویل، او زیاته یې کړه، د دواړو هیوادونو تر مینځ سټراټیجیکي خبرې په جمهوري اقدارو ، اقتصادي او ډپلومیټیکي خبرو جوړي دي. او امریکا غواړي د دغه هیواد سره خپل تعلقات پراخه کړي.

اې ایف پي خبري اژانس لیکي، هیلري کلنټن په دغه خبرو کې وویل، د هند او امریکا تعلقات اوس د پخیدو دور ته داخل شوي، او زیاته یې کړه، که څه هم د دواړو هیوادونو تر مینځ په اړیکو کې بدلونونه راځي، خو دې سره به د دواړو تر مینځ په شوو لوظنامو او یا هم روانو خبرو څه اعیز نه پریوځي. د هند او امریکا تر مینځ په ۲۰۰۸م کال کې د ایټمي توانایې یوه لوظنامه لاسلیک شوې وه، او د ډیرې مودې وروستو په واشنګټن کې د بریښنا یوه کمپني وایې ، دوی د هند سره یو د داسې تړون لاسلیکیدو ته رسیدلي، چې تر مخه یې امریکا په لومړي ځل د جنوبي ایشیا په یو هیواد کې نیوکلیر ریکټر جوړوي.

واشنګټن هاوس چې د جاپان د توشیبا کارپوریشن یو یونټ دی، وایې، دوی دا مهال په لومړي پړاو کې دي، چې د هند په ګجرات کې به ایټمي ریکټرې جوړوي. هیلري کلنټن وایې، دا د دواړو هیوادونو ترمینځ په شوې ایټمي لو ظنامې کې یو مهم پرمختګ دی، خو دوی اوس لا په ډیر ابتدایې مرحله کې دي او د دې لپاره به دوی ته ډیر څه کول وي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس ایم کرشنا وروستو د میډیا سره په خبرو کې وویل، دوی د واشنګټن هاوس کمپنۍ دغې کارونو ته ډیر اهمیت ورکوي، او له دغې لوظنامې سره به د کاروبار نوې لارې پرانستل شي.

که څه هم د دواړو هیوادونو تر مینځ دغه لوظنامه په ۲۰۰۸م کال کې شوې وه، خو امریکایې کمپنیو غوښتل دا باوري کړي، چې چرته څه ایټمي ناورین مخې رانشي.

په دغه خبرو کې هیلري کلټن دا هم وویل، دوی د هند د هغه مالي مرستو هم ستاینه کوي، چې د ۲۰۰۱کال راهیسې یې د افغانستان سره ۲ بیلیون ډالره امداد کړی. پاکستان په افغانستان کې همیشه د خپل روایتي حریف د رول مخالفت کړی. اې ایف بي لیکي د پاکستان او امریکا اړیکې په موجوده وخت کې د یو سخت دور نه تیریږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG