د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر وايي، د دوشننبې/ ګل په ورځ د ګوشتې ولسوالۍ کې سرحدي پوليسو ٢٠٠٠ ټنه امونيم نايټرېټ کيماوي سره چې په دې وروستيو کې يې په واردولو افغان حکومت بنديز لګولی دی په يوه لارۍ کې د دوه تنو سره نيولې ده.
چارواکي وايي چې دا کيماوي سره کونړ ته وړل کيدله چې وروسته به د دوی په خبره د چوونکو توکیو په توګه ترې کار اخیستل کېدلی.
د يوه بل خبر له مخې نن د ګل په ورځ د خوګياڼو ولسوالۍ کې د نجونې يو ښوونځي په بمونو الوزول شوى چې دوه درسي خونې يې ويجاړې کړې خو مرګ ژوبله په کې چا ته نه ده اوښتې.