د لاسرسي ځای

تازه خبر

۷ تنه تاجکستانیان حج کولو ته په پښو روان دي



راپور: د آزادې اروپا راډيو تاجکستان سروس

ژباړه: نجیب عامر


د تاجکستان اووه اوسیدونکي چې د حج په سفر روانیدل نو پیسې ، سورلي او د لارې معلومات ورته نه وو، خو بس خپل منزل ته د رسیدو جذبه ورسره وه.

ددې ټولګۍ مشر عبدالعزیز رجبوف وايي ، دیوې میاشتې سفر نه پس هم ددوی مورال هماغسې لوړ دی او مکې ته د رسیدو په تکل کې دي. دی وايي نور د قسمت خبره ده چې څه کیږي خو دوی تکل کړی چې تر اکتوبر میاشتې پورې سعودي عربستان ته ورسیږي او د حج په عبادت کې برخه واخلي.

خو دا سفر اسانه نه دی. رجبوف وايي دوی سفري اسناد لري ، دوی افغانستان ته رسیدلي او داسې نه ښکاري چې هرڅه به په ارامه پرمخ روان وي.

رجبوف زیاتوي له دوی سره دافغانستان او د ایران ویزې شته او اراده یې ده چې په تهران کې به د سعودي عربستان ویزې ترلاسه کړي ، خو د تاجکستان سرحدي ځواکونو دوی نه غوښتنه کوله چې ترڅو یې د سعودي عربستان ویزې نه وي ترلاسه کړي، له پولې دې نه اوړي.

نوموړی وايي دوی اټکل کولو چې د داډول ستونزو سره مخ کیدای شي، خو ددوی جذبه په خپل حال ده او کلي په کلي، قریه په قریه او کوڅه په کوڅه خپل سفر ته ادامه ورکوي، د سرکونو په غاړه د سموارانو، هوټلونو او جوماتونو نه ګټه اخلي او داسې هم شوي چې باراني شپې یې له ونو لاندې تیرې کړي دي.

نوموړی زیاتوي چې په لاره کې نا اشنا خلک ددوی اکرام کوي، ډوډۍ ، د شپې ځای او دحمام سهولت ورته ورکوي، او تردې چې په خپلو ودونو کې ورته د ګډون بلنه هم ورکوي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دوی په لاره کې پنځه وخته لمونځ په خپل ټاکلي وخت اداکولی شي، رجبوف وویل ، موږ خپله هڅه کوو، خو کله نه کله دا کار ناشونی هم شي.
کله چې سعودي عربستان دغو زیارت کونکو ته ویزې ورنه کړې نو دا دلارې یوه بله لویه ستونزه وه چې دوی ورسره مخامخ شول.

دا په داسې حال کې ده چې د یوې میاشتې په سفر کې دوی ډیرې پیسې لګولې، ډیرې ستونزې یې ګاللې ، او له تاجکستانه افغانستان ته اوړیدلي دي، په داسې حال کې چې د سعودي عربستان ویزې ورسره نشته.

عبدالعزیز رجبوف وايي :

(( له موږ هر یو سره یوسل او پنځوس ډالره دي. که په لاره کې مو پیسې ختمې شوې نو ورځ دوه به مزدوري وکړو، چې یو څه پیسې ترلاسه کړو، او بیا به خپل سفر ته دوام ورکړو. ))

د تاجکستان دغه زیارت کونکي به اوس هڅه کوي چې دافغانستان نه په اوړیدو په تهران کې د سعودي عربستان د سفارت نه ویزې ترلاسه کړي. دوی دامهال په شیرخان بندر کې دي، چای یې څښلی او د ډوډۍ درک نه لګیږي.
XS
SM
MD
LG