د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ ( جون ۱۰)


سرچینه : رایټرز او ایسوسی ایټډ پریس اژانسونه
ژباړه : مجید بابر


رايټرز خبري په یوه مقاله کې ليکي چې څو کاله مخکې چې دالقاعده یو مهم مشر ابو یحیاا لليبي، د پاکستان قباييلی سيمې ته ورسيدو، نو دومره یې خلکو عزت او احترام کولو چې د نړۍ ځیني ډير خطر ناک ترهګر ترې هم و يريدل.


رايټرز ليکي ، چې په جهادي حلقو کې هغه وار د مخه د يو لوی جهادی مشر په توګه پېژندل کېدو ،ځکه چې کله هغه په ۲۰۰۵م کال کې په افغانستان کې د امريکايي زندان نه وتښتيديدو، نو بيا يې عزت او احترام نور هم زيات شو.

اژانس ليکي چې بيا په نيو يارک او لندن کې د نورو ترهګرو بريدونو خوبونو ليدونکولپاره هغه د بې انتها مالي پنګو راغونډولو، روزنې ورکولو او اخلاقي پياوړتيا ورکولو يو مثال وګرځيدو.

داژانس په باور، د پاکستا ن په قبايلي سيمو کې د امريکايي بې پايلټه الوتکو د هغو بريدونويه نتیجه کې چې د القاعده شبکې ملا يې ماته کړې ده، تيره هفته الليبي په نخښه کړ او هغه په دې برید کې ووژل شو.

رايټرز زياتوي چې اوس د القاعده شبکې سره مالي مرستې په کميدو دي او هغه خلک چې د دغې شبکې نظرياتو نه متاثره وو او س پدې سوچ کې دي چې ايا دغه شبکه به په ځای پاتې شي او که نه ؟

مقاله د پاکستاني وسله والو طالبانو د يو مهم کمانډر له خولې ليکي چې څو کاله مخکې ددغې شبکې وسله وال به په لينډ کروزرو او ډبل کيبنو قيمتي ګاډو کې ګرځيدل، خو اوس د مالي مشکلاتو، له وجی په موټر سایکلو ګرځیږي.

مقاله کې وړاندې راغلي، چې د تير کال د مئي په مياشت کې د اسامه بن لادن د وژنې نه پس او س ددغې شبکې حالت مخ په ښکته روان دی او د امريکايي بې پايلټه الوتکو روان بريدونو هم دغه شبکه تاله ترغه کيدو سره مخ کړې ده، او ددغې شبکې ځیني وسله وال اوس خپلې وسلې خرڅوي او خپلو هيوادونو ته د ستنېدو خرچه پري پوره کوي.

بلخوا، ايسوسي ایټډ پريس خبري اژانس د پاکستان او امريکا پر اړیکو يوه مقاله خپره کړې ده، مقاله ليکونکی د مقالي پيل د يو متل نه کوي او زياتوي چې د نزدي ملګري سره اړيکې هغه وخت خرابيږي چې کله د هغه د سخت دښمن په مخکې دغه نزدې ملګري پورې ټوقې وکړې.

مقاله تيره اوونۍ د هند د سفر پر مهال د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا د هغه بيان په حواله زياتوي چې د يوې پوښتنې په ځواب کې يې ويلي وو چې، تېر کال د اوسامه بن لادن پر ضد عمليات ځکه بريا سره مخ شول چې دوی ددغه عملياتو نه پاکستان هډو خبر کړی نه و، او ددغه ځواب نه پس ناستو خلکو په بړق بړق وخاندل.

دغو عملياتو بيا د پاکستان طاقتوره پوځ په غصه کړو او دا ځکه چې هغوی د اسامه بن لادن پر ضد دغه عملياتو ته د خپل هيواد په خپلواکۍ ګذار وګڼلو، ځکه دا مهال پاکستان او امريکا د ترهګرۍ پر ضد روان جنګ کې د ملګرو نه زيات دښمنان ښکاري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG