د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه مطمین نه یو. جنرال مارټن


د امریکا د ټولو پوځونو مشر جنرال مارټن ډیمپسي
د امریکا د ټولو پوځونو مشر جنرال مارټن ډیمپسي

ژباړه - پامیر ساحل

د امریکا د ټولو پوځونو مشر جنرال مارټن ډیمپسي د پنجشنبې پر ماښام ویلي، د حقاني وسله والې ډلې په اړه د پاکستان له کاره ډېر زیات نا مطمینه دی. ده وویل، دا هم ده چې پاکستان له لویو تاوانونو سره پوځي عملیات کړي دي. تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا د زیارت پر ورځ خبرداری ورکړی وو چې د یاغیانو د محفوظو ځالو په ختمولو کې د پاکستان په پاتې راتګ د واشنګټن صبر په تمامېدو دی.


جنرال مارټن ډیمپسي په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، د لیون پانیټا له نا امیدۍ سره هم نظره دی خو دا هم ده چې پاکستاني ځواکونه د خپلې خاورې پر ځینو برخو له وسله والو سره جنګېږي.

هلته کابل ته د یوه لنډ سفر پر مهال د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا پر پاکستان او له القاعده سره تړاو لرونکې حقاني ډلې انتقاد وکړ.

اژانس فرانس پریس لیکي، پانیټا همدا راز وویل چې په دې ((وروستیو ورځو کې په افغانستان کې تاو تریخوالی زیات شوی دی خو د تېرو کالونو پرتله دا تاو تریخوالی کم دی.))

پانیټا د هغه پلان جاج اخلي چې تر مخې یې امریکا د ۲۰۱۴ز کال تر پایه له افغانستانه خپل جنګي پوځیان ایستل غواړي.

له خپل افغان سیال عبدالرحیم وردګ سره د خبري غونډې پر مهال پانیټا وویل، اندېښمن دی چې د پاکستان په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې د حقاني وسله والې ډلې په څېر وسله وال پټنځای لري.

ده وویل: ((دا وسله وال له هغه ځایه)) په افغانستان کې پر امریکايي ((پوځیانو حملې کوي.))

پانیټا وویل، همدا لامل دی چې ((نور یې زغم په ختمېدو دی.))

ده وویل، همدا وجه ده چې دا ډېره مهمه ده چې پاکستان ګامونه واخلي او د داسې پټنځایونو د موجودګۍ مخه ونیسي.

د امریکا د دفاع وزیر وویل، دا یې په بیا بیا، په سپینه پاکستان ته ویلي دي او دې وینا ته به دوام ورکوي.

د خپلو خبرو پر مهال پانیټا بیا تکرار کړه چې صبر یې پای ته په رسېدو دی.

اژانس لیکي، هلته په لوګر کې د چارشنبې پر ورځ د ناټو په بمبارۍ کې د ولسي وګړو د وژنې په اړه افغان ولسمشر حامد کرزي چین ته خپل سفر ور لنډ کړ او ویې ویل د ناټو داسې بریدونه چې په کې ولسي وګړو ته ځاني او مالي زیانونه رسي، نه خو یې په اړه دلیل ویل کېدای شي او نه هم د منلو وړ دي.

اژانس زیاتوي، په کابل کې تر شا و خوا پینځو ګېنټو تېرولو وروسته پانیټا هیواد ته ستون شو.
XS
SM
MD
LG