د لاسرسي ځای

تازه خبر

ورځپاڼې: پر ډرون بریدونو او د امریکا و هند اړیکي




ګارډین ورځپاڼې د ډورن حملو د شدت په باب لیکي چې امریکایي صدر بارک اوباما د نړۍ په شاته پاته برخو لکه وزیرستان ، یمن او صومالیه کې پټو مخالفو وسله والو پر ضد د کومې وسلې استعمالو انتخاب کړی له دې سره لږ تر لږه دوه مهمې اندېښې تړلې دي، لومړی دا چې په امریکا کې انتخابات کېدونکي دي او د ریپبلکین ګوند نه یو مهم مخالف امیدوار مخې ته راغلی دی. چې د انتظامېې لخوا دا تاثر ورکړل کیږي ، صدر یې یو قاتل دی.

دویمه اندیښنه دا ده چې پر الفاظو بې له ځنډه عمل کېږي . ورځپاڼه لیکي ډرون بریدونه له هغې وروسته نور هم زیات شوي دي کله چې په شکاګو ښار کې د نیټو سرمشرېزه د سامان د رسد تړلو شویو لارو په سر د پاکستان او امریکا تر مینځ په خبرو اترو کې ځنډ له مینځه وړلو کې نا کامه شوه او دا په داسې حال کې چې په دا ورستیو کې درې ډرون بریدونو 29 کسان ووژل.

ورځپاڼه د ډرون بریدونو په اړه پوښتنه اوچتوي په داسې حال کې چې امریکا دعوی لري د نهې د ورځې برید کې د القاعده دویم مهم مشر ابو یحیا ال لیبي په وژل شویو کې یو دې نو آيا دا بریدونه سم دي ؟ او یا د شمالي وزیرستان اوسیدونکي سم وایي چې د هغوي په خبره د ډرون بریدونه د دوی سیمه له یو بل نه پرې کوي.

ورځپاڼه ليکي ډېر خلک د ډورن بریدونو نه د بچ کیدلو په مقصد له سیمې تښتېدلې دي او چې څوک پاتې دي د ډرون بریدونو په وېره کې دي. ګارډين ليکي دا هر څه د اوباما لپاره سوالونه پورته کوي. دا هر څه به څنګه او چیرته ختم شي. او زیاتوي د ال لیبي ځای به حتماً بل څوک واخلي. او که بیا داسې ده چې آیا ډرون بریدونه د امریکا د طاقت یوه مستقل برخه جوړه شوی ده.

بلخوا وال سټریت جرنل لیکي امریکا د هند حوصله افزایي کوي چې په افغانستان کې دې زیات فعاله کردار و لوبوي چې د کلونو راهیسې د پاکستان خواهشاتو ته په کتلو سره د نوي ډيلي کردار محدود ساتل شوی وو.

ورځپاڼه په دې حقله لیکي کیدی شي دا په پاکستان د فشار راوستلو لپاره وي چې د افغانستان په اړه لا نور نرم دریځ خپل کړي. پاکستان د هند لخوا د افغانستان سره نږدې اړېکی د جوړولو سخت مخالفت ښودلې دې.

ورځپاڼه د لوړپوړو دفاعي چارواکو له خولې لیکي دوي د دې پیژندنه کوي د افغانستان په اړه هند ته ډاډ ورکول یو بدلون دی خو ویې ویل چې دا یو انقلابي بڼه لري. د یو لوړ پوړي چارواکي په خبره پاکستان ته په دې اړه هیڅ ویره نه ده پکار چې هند په افغانستان کې لا نور تعمیراتي رول و لوبوي.

ورځپاڼه د یو بل دفاعي چارواکي له خولې ليکي دا چې غربي طاقتونه د افغانستان نه د تللو تیاري کوي دا د دغه هیواد لپاره ډېر نازک وخت دی چې امریکا په دې پوهه ده د سیمې نور هیوادونه به نور مهم رول لوبوي. د هغه په خبره د افغانستان په اړه هند سره معاملې ته لا نور ضرورت دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG