د پاکستان په بلوچستان کي د امنیتي ځواک FC مشر،میجر جنرال عبیدالله خان خټک ویلي چی د شلو هیوادونو استخباراتی ادارې د بلوچستان د حالاتو پر خرابولو کی لاس لري، ده د خپلې خبرې د پخلي لپاره د یو هیواد نوم هم وانخیست.
د پاکستان د فرنټیر کور ځواکونو مشر عبیدالله خان خټک د بلوڅ بیلتون پاله مشر براهم داغ بګټي وروستۍ څرګندونې هم غندلي چې د بلوڅو لپاره د یو ازاد هیواد غوښتنه یې کړې ده، خټک ویلي دا خوبونه هیڅ کله عملي کیدای نه شي.
بل پلو ، افغانستان د عبیدالله خټک تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې افغانستان کې د بلوڅو فراري کیمپونه نشته.