د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجوايي پېښه کې پر ککړ امریکايي نوي تورونه لګېدلي


له رابرټ بیلز نومي هغه امریکايي عسکر څخه د یوه قتل تور لرې شوی دی چې د روان کال د مارچ په میاشت کې یې د افغانستان د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د ملکي افغانانو په وژنه تورن شو.

په امریکا کې د هغې پوځي اډې ویاند چې رابرټ بیلز پکې ساتل کیږی وویل، دا کار د دې لپاره شوی دی چې د یوه وژل شوي نوم دوه ځلې تکرار شوی وو.

خو د دې ویاند په وینا پر نوموړي نور تورونه لګیدلي دي. رابرټ بیلز د مارچ پر ۱۱مه په پنجوایي ولسموالۍ کې له شپې دوو کلیو ته ورغلی و او ۱۶ ملکي افغانان یې وژلي وو.

پر ده نوي تورونه دا دي چې مړي یې سوځولي دي ، د هغوي سپکاوی یې کړی دی او په غیر قانونه توګه یې شراب څښلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG