د لاسرسي ځای

تازه خبر

ورځپاڼې: د پاک وامریکا اړیکي او پر افغان زدکونکو زهرلړلي بریدونه




ژباړه:- شاهین بونېری - مشال راډيو

نیویارک ټایمز لیکي د پاکستان او امریکا ترمینځ د اړیکو د ښه کیدو په لور یو وړوکې ګام اخستل شوی دی او دوه امریکايي پوځي چارواکو د پیښور په پوځي مرکز کې یوځل بیا خپل کار پیل کړې دی . ددې چارواکو کار دادی چې د ناټو او پاکستان سره د واړو پوځونو د عملیاتو په اړه معلومات شریک کړي. په نومبر کې په سلاله چیک پوسټ د امریکايي ځواکونو د هوايي برید نه وروستو دغه چارواکي مجبوره کړې شوي وو چې ولاړ شي.

ورځپاڼه لیکي د امریکا، پاکستان او افغان پوځي چارواکو د منظورۍ نه وروستو وړومبې د امریکا په قونسلګرۍ کې ځني چارواکي پرځای کړل شو او بیا دغه پوځي چارواکو ته د کار کولو اجازت ورکړل شو.

خو بیا هم دا شمیره د هغه په پرتله ډیره لږه ده کله چې څو کاله وړاندې په پاکستان کې خواؤشا ۳۰۰ امریکايي پوځي تربیه کوونکو او نورو امریکايي چارواکو کار کاوه.


اینډیپینډنټ ورځپاڼه په یو راپور کې لیکي چې په تیرو شپږو اونو کې په افغانستان کې په سلګونو ماشومان روغتونونو ته یوړل شو چې د زهرو ښکار شوي وو. دغه شان دري پیښې د افغانستان په شمالي تخار ولایت رامینځ ته شوي دي چې اورپکې د ښونځو ۳۰۰ جینکۍ اغیزمنې شوي دي.

ځني حکومتي چارواکو او او پولسو ددې بریدونو تور په وسله والو طالبانو لګولی دی ، ځینې وايي دا کار د افغانستان د دښمنانو دی او ځنې نور پاکستان او ایران ته ګوته نیسي.

ورځپاڼې ته د تعلیم د وزارت د میډیا سلاکار ګل اغا احمدي ویلي چارواکي اینډیپینډنټ ورځپاڼې ته ویلي چې دوی د ځبل شویو زده کؤنکو د طبي معاینې د نتیجو په انتظار دي خو د اپریل او مۍ په میاشتو کې چې کومې طبي معاینې شوې وې په هغه کې د زهریله موادو د شتون درک نه وو لګیدلې.

احمدي زیاته کړې افغان اولس هروخت د یاغیانو له خوا د بریدونو د ویرې په حال کې دی، له دغه کبله دا خیال ډیره په اسانه کېدای شي چې تره ګرو ورته په اوبو کې زهر ورګډ کړي .

خو هر څوک په ولس کې د خورې شوې ویرې نظر نه مني. د قامي استخباراتو د ډایریکټوریټ ویاند لطف الله مشال ورځپاڼې ته ویلي د ښونځو تړل د طالبانو له خوا د سپرلي د بریدونو برخه ده.

خو یاغیانو دغه ادعاوې رد کړي او ویلي که په دغه کار کې ککړ خلک په لاس ورشي د شریعت سره سم به ورته سزا ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG