د لاسرسي ځای

تازه خبر

د آی ایس آی مشر امریکا ته خپل سفر وځنډاوه


د پاکستان د جاسوسي ادارې آی ايس آی مشر ظهيرالاسلام
د پاکستان د جاسوسي ادارې آی ايس آی مشر ظهيرالاسلام
ژباړه: عبدالحی کاکړ - مشال راډیو

امريکايې ورځپاڼه واشنګټن پوسټ ليکي د پاکستان د جاسوسۍ ادارې آی ايس آی مشر ظهيرالاسلام په داسي حال کې د امريکا سفر ځنډولۍ چې واشنګټن د اسلام آباد له لوري ډاکټر شکيل اپرېدي ته د درې ديرش کلونو د سزا په اورولو سختي نیوکي کړي دي.


خو د شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ لخوا جاري شوی بيان وايې په هيواد کې د زياتو مصروفياتو له وجې ظهيرالاسلام خپل سفر ځنډولی دی. بيان زیاتوي له مصروفتيا پرته بله داسي هيڅ وجه نه ده چې د سفر د ځنډيدو سبب ګرځيدلې وي.


واشنګتن پوسټ د يوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي له خولې وايې د سفر د ځنډولو مهمه وجه ډاکټر شکيل اپريدي ته سزا اورول او د نيټو د مال وړلو لپاره د لارو نه خلاصول دي.


ورځپاڼه د نوم نه ښودلو په شرط د یوه چارواکې له خولې وايې آی ايس آی او سي اي اې اوس د ظهیرالاسلام د سفر لپاره د يوې نوي نيټي په ټاکلو کار کوي.



خو د ورځپاڼی په وينا د آی ايس آی د مشر د سفر پروخت به د ډاکټر شکيل مقدمه د لويې دوه اړخيزي ستونزي په توګه مخي ته راشي.



د کانګرس غړي او د اوباما انتظاميه لوړ پوړو چارواکو پر پاکستان د ډاکټر شکيل د بخښلو او خلاصولو غږ کړی دی او ځيني خو بيا تور لګوي چې پاکستان د القاعدې اتحادي دی.


بلخوا انټرنيشنل هيرالډ ټربيون بيا د پاکستان او هند پر واګا پوله هره ورځ کيدونکې دستوره باندي مقاله لیکلې.


ليکوال صائم سعيد له خپل ملګري سره پولې ته تللۍ او دستوره يې په خپلو سترګو ليدلې.


د پاکستان او هند پوځيان هر ماځيګر د سلګونو نندارچيانو په مخکي د ورځي له ختميدو سره سم په ډيره ملي جذبه سره د خپل هيواد بيرغونه ټيټوي او پريډ کوي.


د ليکوال په وينا د پاکستان او هند مخالفت تر دې دستورې هم زیات دی. پر سرحد اغزن تارونو هوار شوي دي، مشين ګنونه، ټينکونه او تر دې هر څه شاته جوهري وسلې د دواړو ترمينځ د مخالفت ژورتيا په ګوته کوي.



خو ليکوال وايې هغه چې کومه دستوره و ليده په هغه کې د پاکستان او هند ترمينځ تر فرق زيات يو شانوالی ښکاره شو.


دغه خلک چې د پولې يوې او بلي غاړي ته د پاکستان زنده باد او هندوستان زنده باد نعرې وهي د دوی رنګونه، بدني جوړښت، ژبه او جامې يو شان دي.


دوی آن يو بل ته رد بد هم په يوه ژبه وايې . د ليکوال په وينا داسي ښکاري چې دوی په هينداره کې پر يوه بل چغي وهي.


ليکوال وايې مذهب د دوی ترمينځ د فرق کرښه راښکلې ده خو دا خبره هم غلطه ده.


پاکستانيان فکر کوي چې دوی د مسلمانۍ پر بنياد له هند جلا شوﺉ دي او هند په مکمله توګه هندو هيواد دی خو د ليکوال په وينا هند نه هندو رياست دی او نه هم په تاريخ کله هم په مکمله توګه يو هندو رياست پاته شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG