د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د پولیس سرتیري په ګډون نهه تنه ووژل شول


کراچۍ له تېرو درو لسیزو راهسیې په بیا بیا د تشدد ښکار کېږي
کراچۍ له تېرو درو لسیزو راهسیې په بیا بیا د تشدد ښکار کېږي

ظفر کریمي -مشال راډيو

کراچۍ:د پاکستان په ستر صنعتي او سوداګریز ښار کراچۍ کې د اخ و ډب لړۍ یو ځل بیا تنده شوې ده ـ د تاو تریخوالي په تازه پېښو کې د دوه پولیس سرتیرو په ګډون ۹ کسان وژل شوي دي ـ

پولیس وایي د ښار د کورنګۍ په سېمه کې د ګل یا دوشنبې په مازیګر نامالومه وسله والو د پولیسو یو افیسر شا محمد او د هغه سره یو بل پولیس سرتیری دلشاد هغه وخت په ډزو ووژل کله چې دوی له خپل یو ملګري سره دملاقات کولو روستو کور ته روان و ـ

د کراچۍ د پولیسو مشر مشتاق شا د پېښې ځای کې له خبریالانو سره په خبروکې د پولیس افیسر وژنه هدفي وبلله ـ د هغه په خبره د ۴ نه تر ۶ پورې په موټر سایکلو سورو وسله والو په یاد پېښه کې برخه اخیستې ده نوموړي زیاته کړه:

((د پولیس افیسر وژنه هدفي ده ـ اوس موږ ددې د وژنې په اړه پلټنې شورو کړي دي ـ تمه لرو چې یوې نه یوې نتیجې ته به زر ورسیږو ))

مشتاق شاه زیاته کړه چې کراچۍ کې پر پولیسو حملې له دې وجې زیاتې شوي دي چې پولیس وویرول شي خو دداسې پېښو په ترسره کولو سره به د پولیسو مورال ټیټ نشي ـ

د سېمې د پولیس مشر قاسم غوري په خبره وژل شوې پولیس افیسر په نویمه لسیزه کې په کراچۍ کې په ترسره شوي اپریشن کې فعاله ونډه لرلې وه ـ

یاده دې وي په کراچۍ کې په کال ۱۹۹۲ کې د ایم کیو ایم ډلې په ضد امنیتي ځواکونو عملیات کړي و ـ په دغو عملیاتو کې برخه اخیستونکي زیاتره پولیس چارواکي په بېلا بېلو وختونو کې د نامالومه کسانو د ګولو ښکار شوي دي ـ

د اخ و ډب بله پېښه د ښار د ګلشن اقبال په سېمه کې مخې ته راغلې ده چې په ترڅ کې یې دوه کسان وژل شوي دي ـ د ناقانونه ګرځول شوې ډلې سپاه صحابه چارواکي وایي وژل شوي دواړه کسان ددوي د ګوند غړي و ـ

د تشدد نورې پېښې د ښار په ناظم اباد،نارت کراچۍ او عایشه منزل په سېمو کې رامنځته شوي دي چې پکې د نامالومه وسله والو په ډزو دوه ډاکتران ، د ایم کیو ایم ډلې یو غړی او دوه عام وګړي د نامالومه وسله د ګولو ښکار شوي دي ـ

په کراچۍ ښار کې د تشدد لړۍ په داسې وخت کې تېزه شوې ده چې د ولسمشر اصف علي زرداري په کراچۍ ښار کې د بدامنۍ د ختمولو دپاره د ځانګړي ځواک یا ټاسک فورس د جوړولو حکم کړی دی ـ

د ولسمشر لخوا ښار کې د امن راوستو په موخه د کابینې یوه کمیټي هم جوړه کړې شوې ده ـ د وفاقي وزیر امین فهیم په مشرۍ کې دغې کمیټۍ چارواکو د عوامي نیشنل ګوند د مشرانو سره د لیدنې کتنې روستو پرون د ګل په ورځ د ایم کیو ایم د چارواکو سره هم کتلي دي ـ او د کراچۍ ښار په ګډون د سند په ټوله صوبه کې یې د امن په ټینګښت خبرې اترې او سلا مشورې کړي دي.

یاده دې وي په کراچۍ ښار کې د تېرې اوږدې مودې راهسې د هدفي وژنو او اخ ډب لړۍ روانه ده،چې پکې زیاتره د سیاسي او مذهبي ګوندونو غړي او اولسي خلک په نښه کیږي ـ خو په دې ورستیو کې د تاوتریخوالي په دغو پېښو کې په پولیس سرتیرو هم حملې زیاتې شوي دي چې پکې ددغه ځواک یو شمیر مشرانو او سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
XS
SM
MD
LG