د لاسرسي ځای

تازه خبر

دافغانستان غالیو په نړۍ کې اوله جایزه ګټلې



بازمحمد عابد مشال راډيو

په ننکرهار کې د قالين جوړولو د موسسې د ښځينه کاريګرو مشره وايي چې په ټول ننګرهار کې ورسره ٢٥٠٠ تنه ښځې په خپلو کورونو کې د وړيو څخه د تار جوړولو په کار بوختي دي چې د يوه کيلو تار جوړولو په بدل کې ٥٠ افغانى مزدوري ورکوي.

د قالين جوړولو د ښځينه کاريګرو مشرې شريفه احمدزۍ په جلال اباد کې مشال راډيو ته وويل چې د خوراک نړيوال پروګرام په مرسته ښځو ته د شپږو مياشتو په دروان کې د وړۍ وريشلو او قالين جوړولو په بيلابيلو برخه کې زده کړۍ ورکول کيږي.
(( دوى ته د شاګرد‌ۍ په مرحله کې چې شپږ مياشتې وي، دوى ته د ډبليو، ايف، پي لخوا ورسره د غذايي موادو مرسته کيږي. کله چې د استازۍ مرحلې ته ورسيږي، بيا ورته ماشينونه موږ اخيستي، وړۍ ورته ورکوو او د يوه کيلو تار جوړولو په بدل کې ورته ٥٠ افغانۍ ورکوو. موږ تارهم خپله جوړوو، قالينې هم جوړو، ماشينونه مو لګولي دي او د وړى وريشلو په برخه کې د ټول ننګرهار په کچه موږ سره ٢٥٠٠ تنه ښځې په خپلو کورونو کې په کار لګيا دي.))

دا چې په دې موسسه کې دلاسي صنعت نور کوم جنسونه جوړيږي، شريفه احمد زۍ يې وايي:
(( سرتختي دي په ګوتو باندې شوي دي، کمشيرباف دي، تارونه دي، د ښيښو غاړې دي، مرۍ دوزي ده. او د لاسو صنايعو هر هغه څه جوړوو چې خلک ورته ضرورت لري.))

د قالين جوړولو موسسې مشره له خپل کار نه څومره راضي ده او ورسره په کار د ګمارل شوو ښځو ستونزې يې څومره ورکمې کړي، ميرمن احمدزۍ يې راته وايي:

(( شکر دى زه خو په هر حال راضي يم، خو هغه ميرمنې چې دلته موږ سره کار کوي چۍ دوه، څلور يا پنځه کاله يې په فقر او بدبختۍ کې ژوند لرلو او موږ سره يې په کار پيل کړى ژوند يې ښه شوى دى. داسې ښځه هم موږ سره ښه شوې چې يو کال يې بچو ته بې له تبي سبزې په اوبو کې ايشوله، تر دې چې بچيان يې شبکور شوي وو. او هره ښځه چې موږ سره کار کوي د ورځې دوه دوه نيم سوه افغانۍ مزدوري جوړوي، نو ډير شي دى خود د انسان په ژوند کې فرق راځي. کار کول ښه شى دى.))

دا چې دغه موسسه خپل توليدات کومو بازارونو ته وړاندې کوي، يو ځل بيا ميرمن احمدزۍ ته غوږ کيږو:
(( زموږ ډيرې قالينې دوبۍ او لندن ته ځي، هلته يې په ازاد بازار کې ځاى پيدا کړى، تير کال هم زموږ قالينو د سرو زرو مډال ګټلى و او سږکال يې هم وګټلو. او د زموږ قالينې په ټوله نړۍ کې په اول درجه مقام ګټلى دى.))
د يادولو ده چې د افغانستان په لاسي صنعت کې قالين حوړونه داسې يو صنعت دى چې په ټوله نړۍ يۍ سارى نه ليدل کيږي.
XS
SM
MD
LG