د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیر اعظم ګیلاني خپله سزا نه چیلنج کوي



دپاکستان د وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني وکیل اعتزاز احسن وايي ، ګیلاني به دعدالت له خوا ده ته د اورول شوي سزا خلاف په عدالت کې اپیل نه جمع کوي.


نوموړي نن په لاهور کې یوې خبرې غونډې ته د وینا پرمهال وویل ، د قومي اسمبلۍ د سپیکرې فهمیده مرضا پریکړه سهي وه ، او ددوی ګوند پریکړه کړې ده چې د عدالت له خوا وزیر اعظم ته اورول شوې مختصره سزا ، دوی نه مني.

د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني ته د پاکستان سترې محکمې په دې تور چې د ولس مشر اصف زرداري خلاف یې سویس حکومت ته عریضه نه وه کړې، د عدالت د توهین سزا اورولې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG