د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: ۳ پاکستانیانو په ګډون شپږ ځانمرګي نیول شوي




سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار -
چارواکي وايې چې د افغانستان په کندهار ښار او ولسواليو کې يې د پلټنو او عملياتو پر مهال شپږ تنه ځانمرګي بريد کوونکي ژوندي نيولي دي چې درې يې پاکستانيان دي.

د دوی په خبره د ځانمرګيو په نيولو سربې يې د نښتي پر مهال خپل دوه تنه وسله وال مخالفين په ټپي حالت کې هم نيولي دي.

د کندهار د امنيت آمر رحمت الله اطرافي وايي چې د ترسره شويو عملياتو پر مهال دوی ته کوم ځاني نه دی اوښتي خو دوولس تنه وسله وال يې وژلي دي.

((شپږ تنه ځانمرګي بريد کوونکي نيول شوي دي چې په دې جمله کې درې تنه پاکستان اتباع دي. دولس تنه دښمن مو وژل شوی دی. دوه تنه مو په ټپي حالت کې نيول شوي چې يو يې پاکستانی دی. او شل تنه نور وسله والو مو هم ژوندي نيولي دي ))

دی وايي د عملياتو پر مهال په زياته اندازه سپکې او درنې وسلې، چاودېدونکي توکي او ماينونه هم لاسته ورغلي دي.

د اطرافي په خبره په دې سربېره يې سلګونه کيلوګرانه نشه يي توکي او دوولس تنه د نشه يي توکو لېږدونکي هم نيولي دي.

(( ۳۱ کيلو ګرانه هېروين، ۱۰۳ کيلو ګرامه کرسټال، ۲۵۷۰ کيلو ګرامه تارياک چې د ميوند ولسوالۍ پوليسو نيولي دي، ۲۷۰ کيلو ګرامه چرس او ۸۸۵۰ لېټره تېزاب له ۱۲ تنو سره نيول شوي دي. ))

څو ورځې وړاندې په کندهار کې د ملي امنيت چارواکيو هم دوه تنه ځانمرګي بريد کوونکي ژوندي نيولي وو.

طالبانو د ځانمرګو نیول رد کړي دي.
XS
SM
MD
LG