د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سېند کې پر بس ډزې، اووه کسان وژل شوي



د پاکستان د سېند په صوبه کې نامالومه وسله والو د سپرلیو پر یوه بس ډزې کړې دي چې په ترځ کې یې اووه کسان وژل شوي، او یو شمیر نور ژوبل شوي دي ـ

د سېمې پولیس وایي، د پېښې ښکار شوې بس له کراچۍ څخه د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ټوپۍ سیمې ته روان و چې نامالومه موټرسایکل سپرو پرې د سېند صوبې له نوابشاه سره نزدې د قاضي احمد په سېمه کې ډزې وکړې ـ

د سېمې د پولیسو مشر ثنا الله عباسي رسنیو ته ویلي دي چې په بس کې زخمي شوي او ژوبل شوي کسان هسپتالونو ته رسول شوي دی او پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو په موخه پولیس د پېښې ځایې ته رسېدلي دي ـ

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG