د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (مې ۲۵)



ژباړه: احمد شاه اعظمي

ډېلي ټیلیګراف


ډېلي ټېليګراف ليکي، د بښنې نړيوال سازمان د امريکا لخوا د هغه چاپې غندنه کړې چې اسامه بن لادن په پاکستان کې پخپل کور کې پکې ووژل شو.

د بشري حقونو دغه سازمان په خپل کلني راپور کې ليکلي چې امريکا په ډاګه کړې چې د اسامه په ضد يې عمليات د ترهګرۍ په ضد د نړيوال جنګ په لړ کې تر سره کړي خو د بشري حقونو نړيوال قانون دا ډول عمليات نه مني.

په راپور کي ويل شوي چې د امريکايي چارواکو لخوا د خپلو عملياتو د سپيناوی په نه کولو سره داسي ښکاري چې دا يو غېر قانوني ګام دی.

بلخوا سازمان پخپل راپور کي ليکي چې د امريکا لوی څارنوال اېريک هولډر د ۲۰۱۱م کال په جون کې د سي آی اې لخوا په حراست کې د دوو بنديانو د وژنې جنايي تحقيقات پېل کړل خو بيا وروسته په داسي وخت کې تحقيقات پرېښودل شول کله چې په تورن ډول د پوښتنو پر مهال د سرغړونو تورونه لګېدلي وو.

د بښنې نړيوالې ادارې د اوباما د هغه بيان په اړه هم د افسوس څرګندونه کړېده چې نوموړي ويلي و، د ۲۰۱۱م کال په پای کې به ګوانتانامو وتړي.

د هغه خبرې اوس دوه کاله کيږي خو تر اوسه هلته ۱۷۱ کسان بنديان دي چې څلور يې د پوځي کمېشن لخوا محکوم شوي هم دي.


وال سټریټ جورنال

بلخوا بيا وال سټريټ جورنال ليکي، د اوباما لخوا د پاکستان د ارزښت په اړه د ټولو ادعاوو پرته له اسلام آباد سره اړيکې په شا تمبېدلي دي.

ورځپاڼه د يو باوري سرچينې پر اساس راپور ورکوي چې ولسمشر له هغه بيان څخه پر شا شوی چې مخکې يې د پاکستان په هکله ورکړی و.

په اوباما انتظاميه کې دننه هم له پاکستانه د بښنې غوښتلو يا نه غوښتلو په هکله بحث کيږي خو د اوباما لپاره د امريکا او پاکستان د اړيکو په اړه پرېکړه کول ډېره مهمه ده.

ورځپاڼه ليکې چې اوباما د کانديد په حېث دا ويلي وه چې که څه هم د سپټمبر د يولسمې تر پيښې وروسته اصل جګړه د عراق نه بلکې د افغانستان ده خو په سټراټيجيک ډول پاکستان د امريکا لپاره تر افغانستان هم زيات مهم دی.

خو وروسته بيا د ناټو لخوا د شکاګو په اوسنۍ سرمشريزه کې سپيني ماڼۍ خبريالانو ته وويل چې ولسمشر اوباما به له زرداري سره نه ويني چې دا يو څرګند سپکاوی دی او دا کار د اوباما انتظاميې د هغه کړنلارې سره په ټکر کي دی چې غواړي په پاکستان کې د ولسي جمهوريت غوښتونکي حکومت ملاتړ وکړي.

ورځپاڼه زياتوي، د امريکا او پاکستان تر منځ سټراټيجي یووالی امکان لري ځکه چې دواړه په افغانستان کې د کورنۍ جګړې مخالف دي خو د افغانستان په اړه د دوی سټراټيجي مربوطه نه ده.

واشنګټن خواهش لري چې د افغانستان امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپاري خو په عين حال کې بيا پاکستان د زياتره اغېز لرونکو افغان ډلو مخالف دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG