د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل بابرباغ يوزړه راښکونکی بڼ


افغانستان: د کابل بابر بڼ
افغانستان: د کابل بابر بڼ


نيازاحمدخان ـ مشال ريډيو

کابل:- د افغانستان د پلازمېنې کابل په مينځ کې څلورنيمه سوه کاله پخوانی بابر باغ د سيل ګرو له پاره یو ډېر زړه راښکونکی ځای دی چې په هند کې د واکمنې ټولواکې مغل کورنۍ پاچا شاه جهان د مسافرانو لپاره د کاروان سرای په نوم جوړکړی وو.

ددغه بڼ یو ساتونکی محمد عمراميرخيل وايي چې داباغ په پينځه شپته جریبه ( شپږپنځوس ايکړه) ځمکه پروت دی چې په دروبرخوکې ويشل شوی دی.


د کابل بابر بڼ
د کابل بابر بڼ
يوبرخه يي سرای (دمسافرواسيدوده) دويمه برخه يي جماعت اومقبره ده چې پکې دبابربادشاه مزار هم شامل دی او دريمه برخه يي زرعي ځمکه ده چې پکې ونې بوټې لګيدلې دي.

امير خيل وايي چې دنوروز، د جمعې په ورځ او د اخترونو په موقع د راتلونکو سیلانیانو شمېره ډيره زياته وي.

بابر بڼ ته راغلی پنځوس کلن حاجي محمدنبي وايي، په کابل کې کاروبارکوي او زیاتوي چې د خپل ورځني ژوند ستړیا دلته باسي .
دغه باغ ته ګڼ خلک له خپلو کورنیو سره یوځای د ساعتري لپاره راځي. او ډېری یې خوراک هم دلته کوي.
XS
SM
MD
LG