د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست:د دوو قبیلو ترمنځ د درنو وسلو نښته




د خوست يوې او امنيتي سرچينې د نوم د نه ښودلو په شرط ماشال راډيو ته وويل ، چې نن سهار د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ د غره د ملکيت پر سر جګړه شوې ده.

د سرچينې په وينا، له دواړو لورو سپکې او درنې وسلې کارول شوي او د مقبلو د قوم ګڼ شمېر کورونه هم د منګلو له خوا سوځول شوي دي.

د خوست د امنيه قوماندان دفتر وايي، چې سيمې ته يې پوليس لېږلې، جګړه دريدلې، او دا مهال د امنيه قوماندان، والي او نورو امنيتي چارواکو ترمنځ غونډه ده او د همدې پېښې په اړه به تصميم ونيسي.

د يادونې ده، چې پخوا هم د يادو دواړو قومونو ترمنځ د همدغه غره د ملکيت پر سر جګړه شوې وه، چې له دواړو خواوو څخه ٣٧ کسان پکې وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG