د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو لار پرانیستو پرېکړه مو لا نه ده کړې، ګیلاني


د پاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني ويلي دي چې حکومت له تراوسه پوري د ناټو د رسد لاري بيا پرانستلو په اړه حتمي پريکړه نه ده کړي.

لاهور کې خبريالانو سره په خبرو کې وزيراعظم ګيلاني وويل د ناټو د رسد لاري پرانستلو په اړه قامی سلامتيا کميټي او پارليماني کميټي خپل سپارښتونه حکومت ته ورکړي دي او حکومت دا د دفاع کميټي ته سپارلي دي.

ښاغلي ګيلاني په شيکاګو کې د افغانستان په اړه سرمشريزه کې د پاکستان ګډون په اړه وويل چې په دي غونډه کې ګډون لپاره هيڅ قسمه شرطونه نه دي ايښودل شوي.

پاکستان د تير کال د سلالي پيښي چې ۲۴ سرتيري يې وژل شوي وو، د ناټو د رسد لاري تړلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG