د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م په کانګو کې پر پاکستانیو سوله ساتو برید وغانده




د ملګرو ملتونو سیکیورټي کونسل پرون په کانګو کې د پاکستان په سوله ساتې دستې حمله غندلې، په هغه برید کې یولس پاکستاني پوځیان ژوبل شوي دي.خلک د دغه هیواد د جنوبي صوبې کيوو په یو کلي کې د ملګرو ماتونو پر اډې د هغه حملې وروستو ورغلل، چې تور یې د روانډا د ازادولو په ډیموکریټیک ځواکونو لګول کیږي، چې پکې د دغه کلي شپږ کسان ووژل شول.

په کنساشا کې د ملګرو ملتونو ویاند وایې، دغه خلک غصه وو، چې امن پرځای کونکو ځواکونو د دوی د کلي د حفاظت لپاره هیڅ ونکړل. څه نا څه یو زر خلک د ملګرو ملتونو د امن پرځای کونوکو ځواکونو پر اډې ورغلل، په دوی یی د کاڼو ګزارونه وکړل، او ډزې پرې هم وکړې. سیکیورټي کونسل د کانګو په چارواکو زور راوړی، چې د حمله کونکو نیول او دوی ته سزا ورکولو دې یقینې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG