د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله وال دې د ښوونځیو له تړلو لاس واخلي، کرزی


افغان ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا پر وسلوالو طالبانو غږ کړی چې د ښوونځیو له تړلو دې لاس واخلي او افغان ماشومان دې زدکړو ته پرېږدي.

نوموړي په خپله ۱۵ ورځنۍ راډیویي وینا کې چې یو متن یې رسنیو ته هم استول شوی دی ، په ځانګړې توګه په غزني ولایت کې د وسلوالو له خوا د یو شمېر سکولونو د تړلو یادونه وکړه او پر دیني ، عالمانو او قومي مشرانو یې ټینګار وکړ چې له وسله والو سره دې د خبرو او تفاهم له لارې د دې سکولونو بیرته خلاصولو هڅه وکړي.

د ولسمشر کرزي په وینا، د سکولونو له تړلو تاوان نه امریکا او نه هم بل کوم چا ته رسېږي او زيان یې ټول افغانو ماشومانو ته دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG