د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (د مې لومړۍ)



ژباړه: منور شاه، مشال راډیو

واشنګټن پوسټ


د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې مقاله کې راغلي خوا اوشا یوه میاشت کې امریکا داسې حال کې قبایلي سیمه ډرون برید کړې چې پاکستان ورسره د تعلقاتو معمول ته راوستلو کې د ډرون بریدونو په بندولو ټینګار کړې دې.د دواړو هېوادونو تعلقات ذا مهال د کړکیچ ښکار دي.

ورځپاڼه لیکي د پاکستان د پارلیمان لخوا د امریکا سره د تعلقاتو د بیا کتنې وروسته په اول وار پاکستاني وزارت خارجه پرونې ډرون په سختو ټکو کې غندلې دې او خبردارې یې ورکړې چې دې سره سفارتي تعلقات متاثره کیدلې شي. ځنې سیاسي مشران دا نظر لري چې د ډرون دا ورستې برید به د نېټو د سپلاي لپاره دلارې خلاصولو په اړه د امریکا او پاکستان خبرې اترې لا نورې پیچلې کړي.

ورځپاڼه لیکي سیاسي مشران دا پیش ګوي هم کوي چې د ډرون دغه برید چې دتېر مارچ د ۳۰ مې نیټې وروسته په اول وار د پاکستان په ښاوره ترسره شو، به نه یوازې دغه هېواد سره د نېټو د رسد د لارې لپاره روانې خبرې د مشکلاتو ښکار کړي بلکه دې سره به هغه نیوکې او شور نور هم زیات شي چې امریکا د پاکستان د خپل واکۍ پروا نه کوي.

ګارډین

بلخوا برتانیوي ورځپاڼه ګارډین لیکي د هغه ثبوتونو چې دوي شایع کړي او له مخه یې ملا عمر د القایده د مشرانو سره سلاګانې او همکاري جاري ساتي، دهغه خلکو لپاره د مایوسۍ سوب دي چې فکر کوي د خبرو اترو دلارې په افغانستان کې امن راتلې شي. دې خبرو اترو لپاره ترهر څه وړاندې دا شرط ایښودل کیږي چې طالبان به د القایده سره تعلقات ختموي. بلخوا ناقدینو وېلي چې د اسامه دوژنې وروسته د القایده په حواله د طالبانو په پالیسۍ کې لويي سیاسي بدلون امکان لري. نو دورځپاڼې په وېنا دغه نظر اوس تش یو خواهش ښکاري.

ګارډین وړاندې لیکي چې د اسامه دوژل کیدو وروسته د هغه د کور نه چې کوم کاغذونه ترلاسه شوي دهغې په رڼا کې تر څو هفتو وړاندې پورې د اسامه، ملا عمر او ایمن الظواهري ترمنځه درې اړخیزې رابطې جاري وې. د اسامه دوژنې وروسته ظواهري او ملا عمر لاهم ژوندي دي اوداسې نه ښکاري چې ددوي په نظریه کې دې څه بدلون راغلې وي.

ورځپاڼه لیکي چې دا حالات څو پوښتنې را پورته کوي لکه چې امریکا د ملا عمر او القایده په رابطو خبره وه نو بیا یې ورسره د پټو خبرو اترو سلسله شورو کول څه معنا لري؟ ورځپاڼه وايي کیدې شي چې امریکا دا فکر کولو چې د طالبانو سره په دغه موده کې خبرې اترې شورو کول ګټه ور وو یا کیدې شي چې د طالبانو ردعمل مالومولو هڅه یې کوله.

ورځپاڼه لیکي چې په دوهه کې د طالبانو لپاره دهغوي سره د خبرواترو ددفتر خلاصولو سلسله ځنډول شوې ده. دې لړ کې دامریکا دریز هم واضحه دې چې یو مظبوط افغان ملي پوځ جوړول غواړي چې د بهرنی ځواکونو دوتلو وروسته به د امریکا په مرسته د خپل هېواد امنیت ټینګوي. که دا پالیسي کامیابه شي نو په دې شخړه کې بوختې ټولې خواوې به د جنګ نه لاس واخلي او که ناکامه شي نو افغانستان یو وار بیا د ۱۹۹۰م د لسزې په څیر د خانه جنګۍ ښکار کیدلې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG