د لاسرسي ځای

تازه خبر

آنګ سوچي وايي د څوکۍ سوګند به واخلي


د برما مخالف سیاسي مشرې آنګ سان سوچي دې ته راضي شوې، چې په پارلیمان کې د خپلې څوکۍ لانجمن سوګند پورته کړي ، خو د دغه هیواد اساسي قانون محفوظ کړي.

د اپریل په ۲۳مه نیټه د سوچي او د نیشنل لیګ فار ډیموکرسي ګوند د پارلیمان نوو منتخب شوو غړو د سوګند پورته کولو په دستوره کې پر دې ګډون ونه کړ، چې د سوګند په متن کې یې پر ځینو خبرو اعتراضات لرل.

په دغه سوګند کې لیکل شوي ول، قانون جوړونکي به د ایین حفاظت کوي، او آنګ سوچي غوښتنه وه، چې د حفاظت پر ځای دې دې احترام ولیکل شي.

سوچي په دې اړه میډیا ته وویل، ((د احترام او یو ښه پیغام ورکولو لپاره به دوی د جوړ جاړي لاره خپلوي، نو زه دا اعلان کوم چې دوی به زر تر زره دا عمل پر مخ بوځي، چې دا شان د پارلیمان قانوني غړي جوړ شي.))

د اپریل په لومړۍ نېټه په پالیماني ووټونو کې تر ۱۹۹۰ز کال وروسته په لومړي ځل د آنګ سوچي ګوند برخه واخیسته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG