شام حکومتي ميډيا وايي د جمعې په ورځ (د اپرېل ۲۷مه) یوه ځان وژونکي د دمشق ښار په مرکزي برخه کې لږ ترلږه نهه کسان ووژل .
په رپورټونوکې دا د ترهګرو کار بلل شوی دی.
په برید کې ۳۰ کسان ټپیان هم ښودل شوي . تر دې مخکې فعالانو د دمشق په صنعتي سیمه کې یو ې سرکاري کمپنۍ ته نژدې د یوې بلې چاودنې خبر ورکړی و.
په وروستیو میاشتو کې د بشر الاسد د حکومت پر ضد د مخالفتونو د لرې کولو لپاره د ډیپلوماټیکو د هلو ځلو سربیره هم د شام په بیلابیلو ښارونه کې چاودني شوي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ویلي د شام حکومت د هغي جنګ بندي څخه سرغړونه کوي چې د نړیوالې ټولنې د استازي کوفي عنان په منځګړیتوب شوې وه.
د جمعې په ورځې وائت هاوس ويلي، دوی خپه شوي چې بشار الاسد دې پلان ته په ژمن کيدو کې پاتې راغلی او پر شامي حکومت د نړيوال فشار د زياتولو هڅه به وکړي.